( شفر ) . . . د کانټينر د دروازو له خلاصولو سره . . . .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2803
محمد حسن حقيار - کابل
دخبریدو نیټه : 2005-05-12

١٣٨٤ د غويي ٢٢مه

محمد حسن حقيار

شفر

 

کله به چې، ډريورانو له بګرام څخه جلال آباد ته او يا هم له جيکب آباد څخه بنون ته کانتينر راورساوه نو د تيليفون په ليکه به يې موږ خبر کړلو او په يو ځانګړي شفربه يې د ( چمتو اوسۍ ) قومانده راکړه. موږ به هم خپل د مهرو لاک د خلاصولو وسائل    پاک     کړل په دې خاطر چې، يوه   سخته ، عصري او د يوې پرمختللې ټکنالوژۍ له خاوند څخه مو غلا کوله ، نو خپل د غلا وسائل به موهم ډېرمجهز ساتل، او په همداسې پرمختللو هېوادونو کې زموږ مېشتو ملګرود لوړې ټکنالوژۍ لرونکو کمپنيو باندې راته جوړول . ټول وسايل مو کمپيوټرايز وو،کله به چې کانتېنرلواړګي ته راورسېدنو يو ګوښه سراى ته به مو تاو کړ،   مهرو لاک به مو يې په ډيرې استازۍ سره د همدې کمپيوټرايز او تخنيک په مرسته خلاص کړ، خپله برخه به مو ترې بيله کړه او بيا به مو په دومره مهارت بېرته مهر کړ چې، هيڅوک هم پرې نه پوهېده.

 

 اوس مونو تجربه دوه کلنه شوې وه او په دې پوهېدو چې، کوم کانتينر  زيړ رنګ ولري نو په هغې کې نظامي وسلې او مهمات وي ، کوم کانتينر چې څلوېښت فوټه وي او سور رنګ ولري نو په هغه کې لوژيستيکي مواد وي،کوم کانتينرچې،  سپين رنګ ولري ، جنراتور ورته چالان وي او پکي يې ګرځي نو په هغه کې   دوا او درمل وي چې، امريکايان يې له بګرام څخه جيکب آباد او له جيکب آباد څخه بګرام ته خپلو   نظامي او ملکي هډو ته لېږدوي.

 

يوکانتينر مو چې ،جلال آباد ته روان وو، لاره  کې   پرانيست، ټول د کوچنيانو د لوبوله  سامان او ژاولو څخه ډک وو.   ورته حيران شوو چې، په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو خو دلته له ځانه سره خپل کورونه او کوچنيان هم نه دي راوستي او دا مو هم نه دي اورېدلي چې، دوى دې چېرته په کوم ښوونځي او يا وړکتون کې افغانو کوچنيانو ته د لوبو سامانونه ورکړي وي . نو بيا دا سامانونه هغه هم په دومره کچه  څه کوي؟

 

د کانتينرد منځ سامان به نه ډريورانو ته د کوم لست له مخې تسليمېده او نه به ترې د کوم لست له مخې غوښتل کېده، بس تيار  ، بند او مهرو لاک کانتينربه يې ډريور ته بار کړ او کله به چې، خپل منزل ته ورسېد او مؤظفينو به يې کلفونه او مهرولاک جوړ وليدل نو بيا بله هېڅ خبره هم نه وه . او خداى خبر چې، شپږ مياشتې وروسته به يې بيا کانتينر خلاصاوه او که لس مياشتې وروسته .

 

 داځل به سهار لس بجې وې چې، شيندي ګل استادله جلال آباد څخه تيليفون وکړ او په شفر يې په دې وپوهولو چې، مازديګر مهال لواړګي (   لنډيکوتل ) ته  رسېږم.موږ هم له درې ( دره ادم خيل ) څخه حرکت وکړ، د تيراه او باړې له لارې مو ماسپښين مهال ځان لنډيکوتل ته ورساوه .

ماښام تياره وه چې، يو څلوېښت فوټى سپين رنګه کانتينر چې ،جنراتور يې روښانه او د مخې او شا دواړو خواو څخه يې منځ ته پکي لګېدل وو راښکاره شو.

 

کانتينر مو له  خپل پخواني تعامل سره سم سراى ته تاو کړ. او داسې مو وپتييله چې، دا ځل   کانتينرلوى دى او له بګرام څخه يې جيکب ‌آباد ته ښه ډېره دوا بار کړيده ، نو موږ به هم ترې  ډېر دومل ښکته کوو.

 

مهرو لاک مو پرانيست د کانټينر د دروازو له خلاصولو سره د کانتينرد منځ ټول ګروپونه په اتومات ډول روښانه او کانتينرسپين پړک شوهمداچې، د يخچال په   خانو کې مو  په سرو سرو مړو چې، ټپونه يې هماغسې ځلېدل  او بيرغونه  پرې غوړېدلي وو  سترګې ولګېد ې نو هډوکي مو زيږه او بدن مومېږي مېږي شو .

( د لونګ مجلې څخه په منني )