تازه له هريپور کمپ څخه د جلوزو کمپ ته راغلي وو او هره ورځ مو د م جاهدينو په لاس ازاد شوي وطن ته د تګ شيبې شمارلې .
انتظار ډېر تريخ وي او هغه هم چې کله اوږد شي ، زه چې ک ه مهاجر کېدم د شاوخوا پنځو کلونو وم او بيا له ١٢ ټولګي څخه دمهاجرت په دوره کې فارغ شوم .
مهاجرت ډېر تريخ و، هره شيبه به وطن را يادېده ، کله چې به مې چېرې روانې اوبه وليدلې څنګ ته به يې کيناستم او د خپل کلي تنده به مې پرې ماته کړه .
يو شي هلته ډېر ښه و او هغه دا چى هغه مينه چې موږ مهاجرو په خپلو م نځونو کې لرله اوس دلته د خپلو خپلوانو منځ نشته او دا ځکه چې هلته هدف يو، و.
که څه هم په ه يپور کمپ کې زموږ ګاونډيان ټول د نورو ولايتونو وو خو دومره سره خواږه وو لکه ټول چې مو نږدې خپلوان وي ، د اخترونو په ورځو به څو ورځې حجر ې له ميلمنو ډکې وې ، لکه ګلدان کې چې رنګارنګ ګلان ايښي وي ، دهرځاى او ژبې خ ک به سره راټول وو .
١٣٧١ کال لومړى ورځې وې چې هريپور مو پرېښود ، په اټک را واوښتو او د جلوزو د استقلال کمپ ته راغلو .
دلته موږ په يوه کرايي کور کې اوسېدو ، کور له هديرې او يوه خوړه چې کاڼي يې يواځې د باران له او بو سره اشناو ، اخوا و .
چې کله ور تلو نو په يوه سور ږيري او نوراني سړي مې سترګې ونښتې ، و ور مې ويل دا زموږ استاد دى او مولوي رحيم الله زرمتى نوميږي ، دده نوم مې په ذهن کې و او هغه وخت مې بيا را ياد شو چې کله په کابل کې د اطلاعاتو او کلتو ر وزارت کې ور سره مخ شوم ، هغه مهال دى ددې وزارت مرستيال و.
موږ چې دې کورته راغلو لوى اختر ته ايله څو ورځې پاتې وې ، ماته د هريپور وختونه را ياد شول ، د اختر پاره مې ښه پرېمانه وچه ميوه ، کلچې او کيک راوړل ، د هريپور په فکر کې وم ، خو باور وکړئ ټوله ورځ مې سترګې ستړې شوې خو هيچا زموږ دروازه بيرته نه کړه ، شايد دا هم د تنظيمي ماحول برکت وو .
سبا بيا تر يوه وخته په تمه وم ، څوک را نغلل له کوره ووتم ، په مخامخ هديره ورګډ شوم . هر قبر ته دريدم او د اختر مبارکي مې ورکوله .
هديره له بيرغونو ډکه وه او داسې شور يې کاوه لکه د مرغانو سيل چې تېرېږي . له ځينو قبرونو اوسپنيزې پنچرې ا تاوې وې او ځينې بيا همداسې عادي وو .
د هر قبر شناخته مې کتله ، د شهيد عمر ، ځاى او د شهادت نېټه مې له سترګو تيروله ، حيران وم ماويل که ټول پغمان دلته ښخ دى او هلته به هيڅ ځوان نه وي پاتې .
څومره چې مې سترګو کار کاوه ، بيرغونه او قبرونه مې ليدل ، بيرغونه ورخطا ، ورخطا رپيدل او داسې يې ښودله چې په کې پراته جسدونه د خپلې سرښندنې په پايلو شکمن دي .
لږ وړاندې لاړم ، هلته درې خړو قبر ونو ته چې د تيږې وړې شناختې پرې ښخې وې پښه نيولى شوم ، په شناخته په شين رنګ ليکل شوي و ، عبدالله عزام او دواړو غاړو ته يې د زام نو ( محمد او ابراهيم ) قبرونه وو .
يوه شيبه ودرېدم ، حيران وم ، ژوند راته يوه عجيبه تماشا ښکاره شو ، ماويل چېره نازولي عرب او چيره دا خړه دښته ؟
فلسطينى عبدالله عزام ستر عالم او ليکوال و ، خو خپل ارام ژوند يې پرېښې و او مجاهدينو سره اوږه په اوږه د سره ځواک پر وړاندې جنګېده .
دغه عرب د ١٣٦٨ کال د يندۍ په ٣يمه ، له خپلو زامنو سره يو ځاى په پېښور کې په داسې حال کې چې جمعې لمانځه ته روان وو ، په يوه چاودنه کې شهيد شو .
لمر په ډوبېدو وو ، خو لا له شهيدانو سره زما د اختر مبارکي نه وه خلاصه شوې ، هغوى هير کړاى شوي و ، ځکه ټول ماته په تمه وو او بيرغونو يې راته د راتګ بلنه را کوله .
نور ستړى شوى وم ، ولږې او تندې سست کړى وم د ګام پورته کولو وس مې نه درلود ، ټوله ورځ مې هديره کې تېر ه شوې وه .
يو لوى قبر ته مې ډډه ووهله ، دغه قبر نه شنه اوسپنيزه پنجره را تاوه وه او جنډې پرې رپيدلې .
کله به مې م خکې پرتو سلګونو شهيدانو ته کتلې ، د هغوى تنکى ځوانۍ به مې ذهن کې تصوير شوې ، زړه به مې ډک شو چيغه به مې ستونۍ کې تاوه راتاوه شوه خو چې شونډو ته به مې راغله ، يو دم به غلى شوم او يوه بله څپه به مې په ذهن راغله ، ځان سر ه به مې ويل :
که دغه قرباني نه وى او دا هديرې په شهيدانو ډکې نه وى ، اوس به ټول د سره ښکيلاک تر ګونډو لاندې وو .
خير دى ، ددوى وينو رنګ راوړ ، د سره پوځ تالي څټي هم ختم شول او دادى واک مجاهدينو ونيو او د شهيدانو ارمانونه پوره شول
خو حالات بل ډو ل شول ، هغه خلک چې في سبيل الله جهاد ته يې ځوانان را بلل د قدرت په نشو کې ډوب شول .
له هغه وخته دادى ډېر کلونه تېر شول ، خو چې اوس کله پارلمان او يا نورو غونډو کې د هغو ډلو مشران خوا په خوا په څوکيو ناست ووينم د کومو تر منځ چې دغه شان هديري ډکې شوې ، زړه مې را ډک شي خو دا ځل هيڅ داسې ارمان په مخ کې نه وينم چې زړه پرې ډاډه کړم او د ژړا مخه ډب کړم .
محمد نعمان دوست ، کابل
د زمري لسمه