څلور تنه د څوکيو شاته ولاړ وو ، يو بل ځوان ترې پوښتنې کولې ، له ځوابونو داسې ښکاريده لکه هغوى چې پوره ويښ نه وي او يا ذهني حالت يې له لاسه ورکړى وي .
خبريال وپوښتل : که په لنډه توګه د روغتيا په باره کې د خپلې برنامې په اړه څه ووايي ؟
ځواب و
کونکي بسم الله شروع کړه او بيا يې د فاتحې صورت تر پايه ولوست .
پوښتونکي به ټينګار کاوه، چې که په لنډو ټکو کې که راته خپله بهرنۍ پاليسي بيان کړئ :
ځواب ورکونکي به خوله پرانسته : موږ ټول سره وروڼه يوو ، يو د بل بايد درناوي وکړو او ... .....
پوښتونکي به ټينګار وکړ چې وخت کم دى ، که په لنډو جملو
کې راته ځواب راکړئ ؟
خو ځواب ورکونکي به يوه مقدمه پيل کړه او ترڅو چې به پاى ته رسيده وخت به يې پوره شو
.
د پوښتنو او ګډوډو ځوابونو لړۍ دوام درلود ، حيران وم ، فکر مې کاوه، کوم رواني
اکټر راغلى او د خپلو بيمارانو د صحت مند کېدو جاج اخلي .
کله چې به د کومې پوښتنې ځواب ورکوونکي ، ستونى وچ
شو او هرڅه به يې له ياده ووتل ، خپه به شوم ځان سره به مې ويل : بابا! دلته د روغو خلکو فکر په ځاى نه دى ،
دا خواران څه ملامت دي ، ولې يې ځوروئ ؟
زه لا هماغه شان دغو ځواب ورکوونکيو ته په
فکر کې وم ، چې کوربه اعلان وکړ :
زموږ د خپرونې وخت ختم دى د ولسمشرۍ له کانديدانو هر يوه ... څخه مننه چې
برنامه کې يې ګډون وکړ او زموږ پوښتنې يې ځواب کړې!
کابل ، د زمري ١٢مه