سرچینه: والستریټ ژورنال و ځپاڼه
د وال ستریټ ژورنال خپرونه د جولای په ٢٩مه لیکی چی د جولای په میاشت کې د ایتلاف ډیرعسکر
د نورو میاشتو په پرتله د تیرو نهو کلونو په جگړه کی ووژل شول. خو د حیرانتیا خبره داده چی زموږ نظامی مش
ان ډیر کم د جگړې په باب خبرې کوي. هغوی عسکر جگړې ته کم هڅوي خو د کلي له مشرانو سره د چای ډیری پیالی څکی.
وال ستریت ژورنال لیکی دا د جنگ نوې بڼه ده. د بغاوت سره د مخالفت مانا ملت جوړونه او د انکشافی مرستو ام تزاج دی. زموږ جنرالان وایی چی د جنگ په سلو کې اتیا برخه عدم تحرک دی. که څه هم کلیوال هغو مرستو ته هرکلی وایي چې د ایتلاف قواوو برابرې کړي دي. خو د کلي خلک او مشران له دې نه هم وېره لري چې کله د ایتلاف عسکر خپلو مرکزونو ته ولاړ سي نو د شپې بیا نور وسله وال دښمن راشي. طالبان ډیر متحرک قوت دی.
اخبار لیکی چی په عاموخلکو کی ډیر کم ملاتړ لری. خو جگړی ته ډیر لیوال دی. وال ستریټ ژورنال لیکی چی جگړه د کوکنارو د فصل، غنمو او جوارو د حاصل په وخت کی کمه وی. ددی مانا داده چی ډیر ځایی جنگیالی غریب ماشومان وو چی د قبیلوی دښمنیو په کلتور او م احول کی له ټوپکو سره را لوي شویدي.
ددښمن مشران د پاکستان او افغانستان ترمنځ ١٥٠٠ میله سرحد په منځ کی اوړی او را اوړی. وال ستریټ ژورنال لیکی چی ډیرکم دښمنان یا وژل کیږی او یا نیول کیږی چی دهغوی روحیه پری خرابه شی. ډیر یاغیان یا دونو له شاوخوانه یا له دغره له لمنو نه ډزی کوی چی داگرانوی چی بیرته پری په دقیق ول ډزی وشی.
وال ستریت ژورنال لیکی چی دامریکا عسکرو په دواړو محآذونو کی هم د جگړی او هم دانکشاف په برخه کی په دی اوړی کی زیاتوالی راوستی دی. که څه هم تر شپیتو زرو نه زیاتو عسکر یعنی سل زرو په شاوخو اکی ورته ضرورت دی او ډیرو نورو هیلیکوپټرونو ته هم ضرورت دی. اخبار لیکی چی دامریکا عسکر په کال کی یوځل بدلیږی خو ددی په ځای باید په اوو میاشتو کی بدل شی.
وال ستریت ژورنال لیکی چی ددی ټولو نیمگړتیاو سره سره به په راتلونکی کال کی پرمختگ وشی. دقواو قوماندان ډیویډی پیټرییس په دی پوهیږی چی یاغیانو ته څنگه شکست و کړی. په شمال کی موږ دیته ضرورت نلرو چی هره دره او لیری کلی ونیسو. هغه قبیلوی مشران چی غواړی صرف جنگ وکړی هغه د هغوی په غرنیو سمیو کی تجرید کیدلی شی . په جنوب کی دامریکا او برتانیی عسکر په دی لگیادی چی هلم ند د مخدره موادو ، قاچاق اویاغیانو له برتری او تسلط نه پاک کړی.
وال ستریت ژورنال لیکی دا جگړه دومره پیچلی نده. پکار ده چی جنگیالی له عامو خلکو نه جلاکړی شی او ترهغه وخت پوری ورسره جگړه وشی چی نور دوی و نه غواړی چی جنگ ته ادامه ورکړی. القاعده چی زیاتره یی عربان دی په افغانستان کی ختمه شویده.
طا بان افغانان دي، افغانان به دهغو په خپله چاره وکړی. جنرال پیټرییس غواړی چی محلی قواوی ددی لپاره جوړی کړی چی خپل کلی وساتی. همدا کار هغه په عراق کی وکړ. په دی توگه به دافغانستان قواوی تردری سوو زروپوری ورسیږی چی په حآلاتوکی امنیت او ثبات راولی.
وال ستریت ژورنال لیکی چی هغه افغان عسکر چی گزمه کوی هغوی تقریبا لس ځلی زیات دایتلاف له عسکرو نه ددښمن څرک لگولی شی. ورځپانه لیکی چی افغان عسکر زړور دی، سخت سری دی، او د اعتبار وړدی.
وال ستریت ژورنال لیکی چی له نن یوکال وروسته به دایتلاف قواوی په دی وتوانیږی چی په تدریج سره هغه سلاکاران، اوملاتړ سوکه سوکه کم کړی چی اوس له افغان قواوسره یوځای کارکوی.
ورځپاڼه په پای کی لیکی چی پکارده موږ له دینه ناټو جگړه جوړه نکړو او افغانان شاته ودریږ
ی.
موږ بهرنیان یو دامهمه نده چی څومره ښوونځی ورته جوړ کړو او څو پیالی چای ورسره وسکو. پکارده چی م وږ په تدریج سره افغانان پریږدو چی خپله جگړه په خپله وکړی خو موږ یی په خلاص لاس ملاتړوکړو.
وال ستریت
ژورنال لیکی چی د افغانستان قواوی به تر راتلونکی لسیزی پورې تقریبا څلور میلیارد ډالرو ته ضرورت ولری او
ښایی همدومره پیسی به دانکشاف لپاره هم ضروری وی. ورځپاڼه لیکی خطر دادی چی کانگریس چی نن په څومره
سخاوت باندی دخپلو عسکرو ملاتړ کوی ښایی سبا په افغانستان کی د پرمختگ دومره ملاتړ ونکړی.