اینډیپینډینټ: د ۲۰۰۱ کال ګواښ نه شو هیرولای
سرچینه: د بریټانیې اینډیپینډینټ ورځپاڼه
ژباړه: میرویس جلالزی
د ب یټانیې اینډیپینډینټ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګنه کې د هغه ګواښ په اړه یوه مقاله لیکلي چې په یو د پاسه دوزرم کال کې د افغانستان او پاکستان له خاورې نړۍ او په خاصه توګه امریکې او بریټانیې ته متوجه وو.
په دغه مقاله کې راغلي چې بریټانوي سرتیري دمګړۍ د دې لپاره په افغانستان کې جنګیږي چې خپل هیواد د تروریزم له شر څخه وساتي.
اینډیپینډینټ لیکي چې که څه هم په جولاۍ میاشت کې ګڼ بریټانوي سرتیري د افغانستان په ناکراریو کې ووژل شول خو بیا هم دغه جګړه د دې ارزښت لري چې له تلفاتو سره سره پر مخ لاړه ي.
ورځپاڼه لیکي چې دا یوازي د بریټانیا مسولیت نه دی چې په افغانستان کې وجنګیږي بلکه ټول هغه هیوادونه د ترهګرو ضد جګړې کې د فعالې ونډې اخیستلو مسولیت لري چې له افغانستان او پاکستان څخه یې ملي امنیت ته ګواښ م وجود وو.
اینډیپینډینټ لیکي چې په کال ۲۰۰۱ کې له افغانستان او پاکستان څخه ټولې نړۍ ته ګواښ متوجه وو او وروسته بیا په نیویارک، واشنګټن او لندن ښارونو باندي ترهګریز بریدونه هم تر سره شول چې اوس بریټانوي او نور بهرني سرتیري د دې لپاره په افغانستان کې تلفات ورکوي تر څو خپل هیواد د ترهګرو له شر څخه وژغوري.
ورځپاڼه لیکي چې، دا طالبان او القاعده ول چې د بریټانیې په میترو ګانو او ښاري بسونو باندي یې ب یدونه پلان کړي ول.
د اینډیپینډینټ ورځپاڼي د مقالې په نتیجه ګیرۍ کې راغلي، هغه هدف چې اوه کاله پخوا د ت هګرۍ ضد مبارزې تعقیب وو اوس هم پر هغه پلان باید کار وشي او جدي تعقیب شي .
په دغه پلان کې راغلي چې القاعده باید په افغانستان او پاکستان کې پرې نښودل شي چې هډي جوړي کړي او بیا نړۍ تهدید کړي.