يوه شپه دموکراسي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2822
فريشته جلالزۍ - کابل
دخبریدو نیټه : 2005-05-16

فريشته جلالزۍ – کابل افغانستان

يوه شپه دموکراسي

 

په هوايي ډگرکي دخبریالانو گڼه گوڼه وه  لاره لکه رمه چې تیره شوې وي دوړي يې په هوا وي . یوخو هوايي ډگرهم لکه د خوسی میدان داسي پوټی و اوبل یې دجنگ دکلونوپه وخت کي  په بیړني  ډول  جوړکړی و، دستروالوتکودکښته کیدونه و، دا وړې مسافروړونکي به هم دمجبوریت له مخیي ورباندي کښته کیدلې  مسافروخپل سرونه خدای او وس چاتربالاپوش چاترخپلي کورتۍ لاندي پټ کړی وو .

مارینا هم خپل ټیکری ټینگ په مخ تاوکړی و او له متین سره جوخته روانه وه هرچا هڅه کوله  ژر د دوړوله میدانه لري شي .

میدان ته ځیرمه یوه وړه  يوه پوړيزه ودانۍ چي په سپينو ګجو يې ښه لړلې وه  ښکاریده  ورونه اوکړکۍ یې خلاص، مات  اوگوډ وو او یوه زنگ وهلی کږه وږه لوحه ورباندي راځړېده چي ورباندي لیکل شوي و ( به ولایت باستانی فاریاب خوش امدید)

متین اومارینا هم له کابل څخه دهغوبهرنواوکورنو خبریالانو په ډله کی و چي هلته د قالینو په جشن کي گډون ته تللی و .

دواړه په همدې سفرکي سره یوځای شوی وو ددوى دواړو له ډیمو کراسۍ انگیرني یوډول وې

دواړوپه دې ټینگ باور درلود چي نارینه اوښځي برابرحقونه لري اوداچي نارینه باید دښځو دپرمختگ مخه ونه نیسي او داچي اوس هم دښځو په وړاندي زیاتی روان دی او . . .  دوی تمامه لاره په همدې بوخت وو .

که څه هم دمني پای دژمي پیل و او هوا سړه وه ، خو دوړو له چالاره ورکوله هرڅه سپېره وه .

خبریالان په بیړه بیړه هریو د ولایت له خوا رااستول شویو ځانگړو موټرونو ته وختل خومتین اومارینا ځانونه وختي لاشاته شاته کول ښايي نه به يې غوښتل چي له نورو خبريالانوسره په ډله کي یوځای شي ښايي غوښتل یې چي يوازي شي او خواله سره وکړی  .

له اشنا خلکو لري یوځای شي په یوه پردي ښار کي په یوه پردي ځای کي چي نه یې په کورونو او نومونو پیژندل اوکه دوی غوښتل نوڅوک یې په ژبه هم نه پوهیدل هلته یوازي هوا او اسمان شناخته و .

نورمسافر چي له ميدانه لږ لري شول مارینا په یوه ماته  غوندي چوکۍ ، چي یوه بغل ته ایښې وه کښینسته ، متین  سړک ته ووت یو ټکسي موټر یې راوست او مارینا یې ورسره سپره کړه .

اوس دواړه حیران وو چي ډرایورته څه ووايي چي چیرته یې بوزي .

دوی نه غوښتل چي له نوروخبریالانو سره یوځای شي ځکه خونو دیوه ځانته ځای په لټه کی وو .

خوایا دداسي پناه پیداکول اسانه و؟ متین مارینا ته مخ کړ

که څه هم ټوله اروپا اوامریکا افغانستان ته راغلې خولاتراوسه ډیموکراسي سمه نده ټینگه

هومتین جانه ترڅوخلک دې ته تياريږي  په موږبه دنیا تېره وي خلک باید دې ته لاره هواره کړي اوکه داسي ونه شي والله که سل کاله نورهم ډیموکراسي ووینئ .

ته ریښتیا وایې موږباید اصلاحات له خپله سره پیل کړو ، که داسي ونه کړو بیا نو ستا خبره د ډیموکراسۍ راتگ هسي تشي بابولالي دي  . دښځوپه وړاندي  روان زیاتی خپله دډیموکراسۍ په خلاف ده

هو ، ته اوس گوره دلته په دې لوی ولایت کي ښځوته دشپې پاته کیدو ځای نشته اونارینه و ته شته داخپله یو تبعیض دى .

زه خو یې ترڅو چي په هر کلي کي یوه زنانه سینما جوړه نشي  ډیموکراسي يې نه بولم .

له دې سره دواړوکټ کټ وخندل اوبیایې دافغانانو له یوه رنگي او ددوی په ژبه د خسته کن او یکنواخته ژوند گیلې وکړې اومتلونه تیرکړل

په افغاني کلیو اوښارونو کي  دعادت له مخي اویا شایې د هغي برترۍ له مخي چي نارینه یې ځان ته ورکوي ښځي  ډیرکله  دموټر په شا اونارینه په مخ  سیت کي کښیني خو داځل متین اومارینا دواړه د موټر د شا په چوکۍ کي کښېناستل.

دټکسي چلونکي خو وار له واره ددې خبري سپیناوي ته مخ د شا چوکۍ ته کړ او ویې پوښتل چیرته ځئ ؟ 

متین لکه دموټروان خبره چي یې نه وي اوریدلې ځان غلی ونیوخو ماریناته یې بگاو بگاو وکتل

ورته ووایه

ډریوربیا ژغ ورباندی وکړ وروره چیرته ځې تاسي ته وایم

متین وارله واره ورږغ کړل

بازار ته ځو، يوڅه سودا اخلو

مسافریاست له کومه راغلی یاست او مارینا ته یې اشاره وکړه دا دي میرمن ده  ؟

متین تري تري ماریناته وکتل خو ښايي ترټولو سم ځواب به همدا و، هو دامي میرمن ده  له کابله راغلي یوو اوس یوه څه سودا اخلو اوبیرته ځو دوی دواړو يوه بل ته په سترګو کي وموسيدل .

موټروان وويل : زه به مو ورسوم هم به سودا درباندي وکړم او هم به موکورته ورسوم خولاره ډیره اوږده  ده

متین اومارینا لا نه پوهیدل چي څنګه وکړي ولاړ شي که پاته شي که سودا واخلي اویابل څه ، خودموټروان په ارام ځواب سره وغوړيدل.

په لاره کي متین ماریناته مخه کړه او ورته ويې ویل راځه بیرته ولاړشو!

چیرته ولاړشو کابل ته ؟

هو نودلته خوبه هسي په بازار کي گرځو اودپاته کېدوسم ځای یا سم هوټل موټل هم نشته د په شاتگ یوازي همدا یوه لاره شته چي له خپلي ډلي سره یوځای شوخو بیا هم هغسي لکه تل دومره موقع نه شوپیداکولای چی یوبل ته  د زړه خبره وکړو.

خوکه کابل ته ځو هلته به څه وایو  ؟

لاره اوږده ده ، دوی  هسی هم  په الوتکه کي ځي،  زه اوته به په موټرکي دمه دمه ولاړ شو او له خپله عمره به دوه ورځي دځان لپاره ژوند وکړو .

لاره ډېره خرابه ده که څه خبره وه بیا  ؟

هیڅ خبره هم نشته  چي زه درسره یم ته څه وېره لرې اوکه په ماباورنه لرې؟

نه هیځ کله هم نه ، هغسي خبره نه ده زه ترځان په تا ډېره باوري یم خو که په خیر ورسیږواو بله داچي نورخبریالان به څه وایي چی دوی څه شول ؟

یاره ته هم داسي خبري کوې ددوی یې څه کار ( ماوتوراضي چی کارداره قاضي ) موږ ازاد انسانان یو زړه مو چي چیري ځو دچایې څه کار .

نورلکه چي مارینا هم نه غوښتل چي خبره اوږده کړي په بازار گډشول دواړو هسي یو نیم شی واخیستل اوبیرته دکابل په لور رهي شول .

لاره اوږده وه په لاره کي یې شپه سوه او دواړه دسړک د غاړي یوې مساپرخانې ته ولاړل هلته یې یوه خونه ونيوه  .

مسافرخانه هم داسي ځای نه وه چي هغه دچاخبره پښه دي پکښي وغوړیږي خود دوی سترگي يې پټي کړې د هوټلي له شاگرد سره ددوکانونو په سر خونوته وختل هري خوني یوه کړکۍ او یوه اوسپنیزه دروازه لرله لکه د محبس داسي وړې وړې خوني یې وې .

وریې ورخلاص کړ، دواړویوه بل ته وکتل دخوني په سرکي یوه کوَت کوَت نرۍ نالي، خیرن خیرن دوه بالښتونه او په غولي باندي یو پوزی ویړ و، مارینامتین ته وکتل اوبیایی په پسخندي ورته وویل

ښه ده  بالشتونه خو دوه دي

هو،  لکه چي زموږ له راتلوخبر  وه

هریوه خپل لاسي بکسونه یوې خواته واچول اود مخ لاس کالو په پاکولو بوخت شول .

مارینا  په کړکۍ کي دابو شین پلاستیکي جگ چي لکه د زرڼوکوزه داسي خیرن و د دوو گوتو په سرونو پورته کړ او ویې ویل

دې جهالت ته گوره دا څه مردارخوري ده   !

کړکۍ يې پرانيسته يخ باد کوټې ته راننوت دې جګ ايسته غورځار کړ اوکړکۍ یې په درَز پوري کړه

 مارینا پوړنی ایسته کړ او مخ لاس کالي یې ورباندي ومښل دتکوتورو پړقو پړقو سترګو په بڼو يې کښينستې دوړې بيا بيا وموښلې ترڅو پاکې شي  .

متین ورنژدې شو لکه مرسته چې ورسره کوي  سترګې يې پورته ورته ونيولې په ونه دنګه او په دوړو سپیره  مارينا لکه چي ښه ورته ښکاره شوه دځان خواته يې راکش کړه .

مارینا لکه میلمنه چي له تندی مري خو چي دکورڅښتن دچای ست ورته کوي نه نه ،مکوه مکوه وویل خو شېبه وروسته د متین په غېږ کي وه

متین مخ دمارینا په وریښتانوکي پټ کړبیایې دهغې په غوږکي وویل یخ دی، نوره هم راوړاندي شه

داڅه کوې ؟!

پرېږده چي ښکل دي کړمه داسي تنهایي او د زړه شپه به بیا چیرته پیدا کوو؟

متين مارينا ته وويل ترګردې نړۍ راباندي ګرانه يې !

مارينا چې سره سره اوښتې وه دمخ تور رنگ یې لا پوخ شو او ورته وې ويل رښتيا تر ټولو ؟

هو په وجدان قسم !

مارينا وخندل او متين ته نوره هم ورنژدې شوه   .

 کله چي د هوتل شاگرد ور  وټکاوه  نو دواړه مجبوره وو چي بارشي ډریور دتگ احوال ورته راکړی و .

له هوټلي سره یې حساب خلاص کړ خو دوی لکه نور مسافر له دې شکایت نه درلود چي ترسهاره یخ کلک کړی وو ځای يې سم نه و يا يې څراغ ژر ورته مړ شوی و .

پړسېدلی غوټ هوتلي چي نصواري گوپیچه یې په تن اوسره رخچینه یې په سر وه متین ته وویل  :

شوتان چطوربود خنک خو نه خوردین جای تان خو خراب نه بود؟  مه خوبچا ره گفتم که خدمت کنن  .

متین ماریناته مخ کړ،ښایي په  زړه کي به یې ویلي وي دجنت شپه وه جنتی شی .

خوهوټلی ته یې دهغه په خپله ژبه وویل

زنده باشین شومسافریست پروا نه داره هرچه بود گذشت.

بیا دواړه په هغه موټرکي سپاره او دکابل په اوږده مزل رهي شول اوس چې يې يوه بل ته کتل سترګې يې نه اړولې .

د ډریور او شا دچوکیوترمنځ یې پرده اچولې وه متین دمارینا په غېږ کي سرا یښی و مارینا یې خپلي نرۍ نرۍ گوتي په وریښتانوکي گرځولې راگرځولې خبري یې کولې اوکله کله به یې ساړه و اسویلل  خدای پوهیدو چي په زړه کي به یې څه گرځېدل .چې موټر د خيرخانې په کوتل ورشېوه کيده متين وويل اوهو لکه په الوتکه کې چې راغلې يو.

 هولکه چي راورسیدو

متين خپلي خړي سترګې وموښلې لکه نوى چې له خوبه راويښ شوى وي خود ټيلفون له زنګ سره يې سترګې ژرژر ورپولې

په شیبه کي یې  رنگ  تک سپین واوښت ښځه یې ناروغه وه روغتون ته یې باید رسولې وای او باید ورغلی وای .

مارینا ته یې مخه کړه او ورته ویې ویل گراني که نه خپه کیږې اول به زه کورته ولاړ شم زما میرمن سپوږمۍ  ناروغه شوې بایدزېږنتون ته یې ورسوم  .

ولي ته دهغې له ناروغه کېدو نه وې خبرچي دومره دي لاس پښې سره ورک کړل داخوعادي ناروغي ده .

پوه وم خو اوس یې وخت نه و، دلته  دفتر ته حال  راغلی  چي زه له خپل گروپ څخه ورک شوی یم هغه وار له مخه ناجوړه شوې.

نواوس څه کوې خویوڅوک به وي چي روغتون ته به یې يوسي بیابه په کراره ورشې.

نه اوس ور ځم خدای په لوی بخت ورته راورسولم هغه زما په خوی ښه خبره ده ماندی ورته ویلی خودا پوهيږي چي له پردونارینه ووسره دهغې ناسته ولاړه بیا په داسي یوه حالت کي روغتون ته  دهغې تگ اوبیا داخویوه بې پردې خبره ده په داسي حال کي له پردو سره له کوره وتل  . . .  اخر یوه ښځه  په هرحالت کی ښځه اونارینه نارینه ده بیاخدای ددوی فرق کړي نوداباید پوه شي ځکه خو که له درده مړه هم شي له بل نارینه سره روغتون ته نه ځي زه  باید ځان ورورسوم ...  اوپه تراټ له موټره ښکته شو.

مارینا به څه ویلی وای ساړه  یې واسویلل د موټر ترکړکۍ یې دمتین گامونو ته کتل چي ځنگه ژر ژریې منډي وهلې ترهغه چي ددې له سترگوپناه شو  .

بیایې ډرایور ته دخپل کورپته ورکړه په لاره کي پټه خوله وه د متين خبري يې بيا بيا په غوږو کې انګازه کوله (په ديمو کراسي کې بايد له ښځو سره زياتى ونه شي دښځو په واړندی زیاتی تبعیض .... ) په همدې فکرونوکي وه چي

ډريور ورباندې غږ کړل همشېره خانه هميس ؟