په اسلام کي د ښځو حقوق ( دوهمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2833
الحاج مولوي عبدالحق منصور
دخبریدو نیټه : 2005-05-14

٢٥ غويی ١٣٨٤ ( الحاج مولوي نور الحق  )

 

په اسلام کي دښځوحقوق

 دوهمه برخه :

دجاهلیت دزمانی ټولوملتونوته ښځه دکورنی استعمال  دیوی آلی په څیر ښکاریده دڅارویوپشان به خرڅول کیده دخپل واده ښادۍ کولوهیڅ اختیاریی نه درلوده واکمنو به یی چی چاته وسپارله ښځی دانکار حق نه درلوده میراث کی یی  برخه نه وه بلکه دنو شیانو په څیر به دوۍ هم نارینووته په میراث کی پاتی کیدی ددوۍ په تصرف (واک)کی به هیڅ هم نه وو که ووبه هم دنارینه داجازی برته یی پکی تصرف نشوکولای څښتن ته یی اختیاروو دښځی مال چی څه ډول اوپه کوم ځای کی یی غوښته مصرفولای شو ترد ی چی په ځینی مغربی ممالکو کی لاانسانه هم نه شمیرل کیده تردی چی دعبادت حق یی هم تری اخستی وو دروما په ځینو مجلسونوکی دافیصله شوی وه چی ښځه یوپلیت ځناور دی پلار ته یی داحق حاصل وو چی خپله لور ژوندۍ په ګورکی خښه کړی اودابه یی دعزت اونیک بختۍ علامه ګڼله .

       ځینی خلکو بیاپدی عقیده وو چی دښځی په قاتل نه قصاص شته اونه دیت .بعضی قومونوکی به لاښځه دمړڅښتن سره ژوندۍ ښځول کیده .

      دنبی کریم        ﷺ دولادت مبارک نه پس او دنبوت نه وړاندی  په ۵۸۱میلادی کی فرانسی دډیرواختلافاتو نه پس داقراداد منظورکړ چی ښځه انسانه ده مګر دسړی دخدمت لپاره اودایی په ښځویولوۍ احسان ګاڼه .

(معارف القرآن )

نجونی ژوندۍ خښولی :

اسلام څخه دمخه عربودلور پیدایښت ځان لپاره شرم ګاڼه الله    دهغوۍ حالت داسی بیانوی

وَاِذَابُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالاُنْثی ظَلّ وَجْهُهُ مُسْوَدّاوّهُوَ کَظِیْمٌ (۵۸)یَتَوَاری مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سوءٍمَابُشّرَبِه اَیُمْسِکُهُ عَلی هُوْنٍ اَمْ یَدُسّهُ فِی التّرَابِ ...

 ژباړه : او هرکله چی خبر ورکړشی یوتن (ددغه کفارو)ته په(پیداکیدلو)دلورنووګرځی مخ دده تک تور له غمه اود ی ډګ وی له قهره (۵۸)پټ ګرځی له قومه له سببه دناخوښۍ دهغه شی څخه چی خبر ورکړی شوی دی ده ته هغه لور دسپکوالی سره وساتی اوکه په خاورو کی ومنډي ....

تفسیرمظهری کی دآیات اوموضوع په اړه لیکی  : علامه بغو ی لیکی چی دعربو ځینی قبایلو دفقر اونیستۍ له ویری اویا پدی خیال چی دبل چاسره به یی نکاح وشی نجونی ژوندۍ خښولی اوکه به یی ژوندۍ پریښودی خراب اوبی کاره پوښاک به یی وراغوسته څاروی به یی پری څرول که دژوندۍ پریښوداراده به یی نه وه نو په شپږکلنۍ که به یی دماشومی مورته وویل پاکی جامی ورواغونده په ډول او سنګار یی برابره کړه بیابه یی ځنګل ته بوتله کنده به وکنسته اودابه یی پکی ژوندۍ خښه کړه .

   دعربو یوه قومی سپین ګیری نبی کریم      ﷺ ته دخپلی لور دژوندۍ خښولوقصه داسی بیانوي  : 

   زه په سفر تللی وم لور می پیداشوی وه ښځی می دغه انجلۍ زما دویری ترور کره لیږلی وه زه چی دسفر نه راستون شوم راته یی ویل مړ ماشوم پیداشوی وو ډیروخت پس انجلۍ دمولیدو لپاره کورته راغلی وه اتفاقاً زه هم کورته راغلم ماشومه چی می ولیده ده ډیره خکلی وه ښځی څخه می پوښتنه وکړه چی داڅوک ده؟ ښځی می فکر کاوه چی زه به دوینی فطری ترکیب نه متأثر شوی یم ټوله واقعه یی راته بیان کړه دغه وخت زماهم حالت بدل شو دپالنی اجازه می ورکړه لیکن یوه ورځ جاهلانه غیرت راباندی غالب شودصبر اوزغم کاسه می ډکه شوه په یوه بهانه می ځنګل ته بوتله کندی کنستو باندی می پیل وکړ لور به می راپاڅیده اوزما دجامو څخه به یی ګردونه څنډل کنده چی تياره شوه لورمی پکی ورخکته کړه انجلۍ به دمینی نه په ډک اواز راته ویل پلار جانه داته څه کوی ؟ مادلته چاته پریږدی ؟ دهغی په اواز کی یو عجیب اثر وو خوپرما جهالت دومره غالب شوی وو چی هیڅ پروامی پری نه کوله خښه می کړه اوتری لاړم .

دقصی په اوریدو دمحمد عربی      ﷺ سترکو مبارکو کی اوښکی راغلی اووی فرمایل :

مَنْ لایَرْحَمْ لایُرْ حَمْ

ژباړه : څوک چی رحم ونه کړی پده به رحم ونه شی

دغه شان واقعات ډیر زیات دسیرت اواحادیثوپه کتابونوکی راغلی . مسند دارمی کی لیکی :

یوصحابی دجاهلیت دزمانی قصه نبی کریم     ﷺ ته کوله چی مامی لور پداسی حال کی خښه کړه چی پلار جان پلارجان یی راته ویل خو ماپری رحم ونه کړ دقصی په اوریدو دنبی کریم      ﷺ سترګومبارکو څخه بی اختیاره اوښکی روانی شوی دومره یی وژړل چی ږیره مبارکه یی لمده شوه .

           پخوانی چین دنوروټولنو په نسبت متمدن بلل کیده په قانون کی یی راغلی وو چی دنړۍ تر هرڅه بی ارزښته شی ښځه ده نو پدی اساس بایددذلت کارونه ښځی ته وسپارل شی .

           په لرغونی ایتالیا کی ښځو یواځی دعادی خدمتګارو اووینځو حیثیت درلوده دنارینه په څیر ورته دکور په فرش دکیناستو اجازه نه وه .

         په هندی ټولنه کی دمانو قانون پوهانودښځو دحقوقوپه اړه دقانون په ۱۲۷ماده کی داسی لیکلی :

ښځه هیڅکله نشی کولای دښوښی مطابق کوم کار تر سره کړی که څه هم داکار دکور پوری اړه ولري هندوان ددی قانون په اړه وایی کله چی مانو دښځو جنس پیداکړپدی یی یواځی دجنسی اړیکوساتل لازم کړل اوبس اودابه یی هم  ویل چی ښځی سره بایدهمیش بد چلند وشی .

 

پرله پسې لړۍ

لومړۍ برخه - دوهمه برخه - دريمه برخه