ويښتان مې تازه وينځلي وو، هندارې ته مخامخ ودرېدم ،چې څنګه
مې د مخې ويښتان شاته اړول هندارې ته ځېر شوم ، يوه لړزه راباندې راغله ، ځان مې کنټرول نشو کړى ، ښکته مې
وکتل ، د ميز پر سر اخبار ايښى و ، د هغه پر يوه تصوير مې سترګې ولګېدې او بيا مې څيرې- څيرې کړ.
ځاى
پرځاى کيناستم ، په ټنډه مې لاسونه کېښودل او بيا مې ذهن يوه نيمه لسيزه شاته ولاړ:
دا مهال په دعوت او جهاد
پوهنتون کې محصل وم ، د دوبي رخصتۍ وې ، خو زه له دوه نورو ملګرو سره آيبټ آباد ته مزدورۍ پسې لاړم .
په
بازار کې څو نور محصلين هم ، حيران – حيران د کار په تمه ولاړ وو.
يو نيم پاکستانى به راغى خو موږ و
ته د مزدورانو په څېر نه ښکاريدو ، نور کسان به يې بوتلل .
کار ته مزدوران شنه سهار کې درېږي او بيا چې څوک پرې
برابر نشي نو بيرته نااميده خپلو ديرو ته روان وي .
نن ترغرمې په چوک کې ولاړوم ، خو کار پيدا نه شو ، مازيګر
بيا له خپلو څو ملګرو سره چوک ته راغلم .
يو شيبه وروسته ، يو سوزوکي موټر مو څنګ ته ودرېد او څو کسان
ترې ښکته شول .
يوه غږ کړ : کابليانو ! غره کې کار کوئ ؟
له دې خبرې سره موټر ته ور وختو او بيا د غرونو
منځ کې په يوه نرې لاره يوې شنې تپې ته لاړو .
دلته نورو مزدورانو هم څادرونه غوړولي وو ، دا ځاى يوه
پخوانۍ هديره وه چې د پيپل ونو ګور خاښونه پرې راځوړند وو .
د قبرونو له شناختو داسې ښکاريده لکه نږدې يوه
پېړۍ چې پرې اوښتې وي .
په دې تپه کې پرته له زړو قبرونو نور هيڅ نه وو ، يو- يو غټ ميږى به چټک – چټک اخوا دېخوا
ګرځېده .
په ځينو ښاخونو کې غڼو جالې کړې وې ، جالې له مياشو ډکې وې اوغڼې به خپل ښکار ته ورو- ورو را
وانې وې .
د قبرونو څنګ ته راټول وو ، شاوخوا کليوال به کورونو ته د تګ په مهال څو شيبې و درېدل او
بيا به څوک د سر په خوځولو او څوک په موسکا روان شول .
ماښام شو ، لرې کورونو کې رڼا ګانې ښکارېدې ، خو م
وږ په داسې يوه زړه هديره کې وو چې ، مړي يې هير شوي وو ، يوه ډيوه پرې هم نه بلېده .
سهار وختي ، د غره په
ډډه کې دوه – دوه کسان تقسيم شول . يوه سره به کلنګ او بل سره به بېلچه او واړه نيالګي وو چې بېخونه يې په
تورو پلاستيکي کڅوړو کې پټ وو .
ما کلنګ باندې د کاڼو په منځ کې کندې ويستلې او بل ملګري به مې خاورې
رې کولې او نيالګى به يې کيناوه .
زما د لاسونو تڼاکې چاودلې وې ، د ښي لاس پنجه مې د کولنګ لاستي سره سريخ
وه ، د کولنګ لاستى باندې ژيړې اوبه روانې وې ، زړ ه مې ور ان- وران کېده ، خو مجبوره وم پردي غرونه
اباد کړم ، ځکه زموږ په وطن کې اور بل و او مشران مو د کابل ښار پر ورانولو بوخت وو .
کله مې سترګو ته لوګى – لوګى کابل درېده چې څنګه يې په ښايسته ماڼيو سرې مرمې خولې لګوي ، څنګه يې له کورونو لوخړې پو ته کېږي ؟؟ او کله مې خپل ځانته کتل چې څنګه په تڼاکو لاسونو پردي غرونه ابادوم .
زړه مې را
وپړسېد ، کولنګ مې ښه په زوره وواهه خو په تيږه ولګېده او بل سر يې زما په ټنډه خوله خښه کړه .
مغزو کې مې ټنګ
شو ، په سترګو مې توره شپه شوه ، دواړو لاسونه کې مې سرټينګ کړ ، لاسونه مې تاوده شول او بيا چې مې څنګه لرې کړل
نو د وينو شر ، شو .
په غره کې هيڅ نه و ، خو بيخ کې يې يو شين ډنډ و چې د نږدې کليو څارويو به ترې اوبه څښلې .
ورمنډې مې کړې ، وينې رانه هماغه شان بهېدې ،تر ډېره مې ټنډې ته اوبه شيندلې خو وينه نه درېده ، نور سست
وى وم .
زړه کې مې تنظيمي مشرانو ته د نفرت لنبه تاويده راتاوېده ، ما ويل که دوى په خپلو منځو کې جوړ وى ، ولې به
کابل کې اور بل و ، ولې به موږ پردي غرونه ابادول ؟ ولې به ... ؟؟؟؟
همدې چورتونو کې وم ، لاسونه مې تاوده او بيا لانده شول ماويل که بيا د آيبټ آباد په غره کې يم او بيا مې په ټنډه د کولنګ څوکه ولګېده ، خو خولې شوى وم ، مخ مې وچ کړ او څيرې کړي اخبار کې مې د تنظيمي مشر ټوټه _ ټوټه عکس ته کتل .
د زمري ٢٠مه ، کابل