ګارډین: د افغانستان راتلونکي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28469
میرویس جلالزی
دخبریدو نیټه : 2009-08-16


ګارډین: د افغانستان راتلونکي

سرچینه: ګارډین ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب:میرویس جلالزی


د بریټانیې ګارډين ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د افغانستان دانتخاباتو په اړه یوه  مقاله  خپره  کړي ده.

په دغه لیکنه کې د افغانستان د انتخاباتو د اهمیت په اړه ځینو ټکو ته اشاره شوي ده.

د مقالې لیکوال کاږي، هغه څه چې د افغانستان د انتخاباتو وروسته رامینځ ته کیږي په واقیعت کې یو لوی تحول دی او  د افغانستان اوسني قانوني او مشروع نظام ته نوی ژوند ور بښې.

ګار ین لیکي چې د  افغانستان انتخابات د دغه ملک راتلونکي ته ډیره مهمه پروسه ده او په تر سره کیدو به یې په  دغه جګړه ځپلي هیواد کې د  ولسواکۍ ستنې نوري هم پیاوړې شي.

ګارډین د افغانستان را روانو انتخاباتو ته د کاندیدانو د  محبوبیت په اړه  د ورستیو سروې ګانو پایلې را اخیستي او لیکي چې د یو شمیر سروې ګانو نتیجو د افغانستان د ولسمشرۍ کانید ډاکټر عبدالله  عبدالله ته دا واضح پیغام  واستاوه چې د هغه رقیب حامد کرزی نه شي کولای په لومړي پړاو کې پنځوس جمعه یو رایې  خپلي کړي نو هرو مرو به ټاکنې دوهم پړاو ته ځي.

د ګارډين پر وینا چې که څه هم په افغانستان کې د سروې ګانو په پایلو په دقیقه توګه حساب نه کیږي لیکن اوس دا روښانه ده چې په قوي احتمال به انتخابات دوهم رونډ ته وغزول شي.


ګارډين   لیکي چې د ولسمشرۍ ټاکنو د کاندیدانو کمپاینونه دومره تاوده شوي چې ډیری افغانانو د ولایتي شورګانو ټاکنې هیري کړي دي.