فایننشل ټایمز: د افغانستان معما
سرچینه: فایننشل ټایمز
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
فایننشل ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د راروانو انتخاباتو په اړه یو اوږد تحلیلي مطلب خپور کړی دی.
د دغه مطلب عنوان د افغانستان معما ده.
ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان خلک په روان حال کې دوو مسلو ته هیله لري.
لومړی د پنجشبنې د ورځي انتخاباتو ته او دوهم د جنرال مک کریستال له خوا د افغانستان د پوځي ستراتيژۍ بیاځلي څیړنې ته.
فایننشل ټایمز لیکي چې ښایې د افغانانو دغه هیلې په نا امیدۍ هم بدلي شي.
د ورځپاڼي په لیکنه، کله چې حامد کرزی پینځه کاله دمخه د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو نو پر هغه مهال یې د امریکې او بریټانیې کلک ملاتړ له ځان سره درلود خو اوس حامد کرزی د غرب او امریکې هغه ملاتړ له ځان سره نه لري چې پخوا ترینه برخمن وو.
فایننشل ټایمز لیکي چې نن د افغانستان په اداره کې پراخ فساد شتون لري، د تریاکو تولیدات خپلې لوړې کچې ته رسیدلي او ولسمشر کرزی نور نو د پخواني کرزي په څير امریکې او بريټانیې ته نژدې سړی نه دی.
د ورځپاڼي په باور که څه هم ډیری افغانان له طالبانو سره تړاو نه لري او د هغوي کړنې یې نه خوښیږي خو له حکومت څخه د هغوي نا امیدي د دې لامل شوي چې له طالبانو سره یو ځای شي او یا د هغوي په څير فعالیتونه په خپله سمبال کړي.
فایننشل ټایمز په افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو حضور ته هم د افغانانو اوسنی غبرګون را اخلي او لیکي چې اوس افغانان بهرنیو سرتیرو ته په پخوانۍ سترګه نه ګوري او هغوي د خپل سر او مال امنیت ته یو ګواښ شمیري .
دا ځکه چې بهرنیو سرتیرو په تیرو کلونوکې د خپلو عملیاتو پر مهال ګڼ شمیر ولسي افغانان مړه او ژوبل کړل او کورونه یې ورته ړنګ کړل.
فایننشل ټایمز د ناټو له عمومي قومندان جنرال مک کرستال څخه غواړي چې په افغانستان کې خپله پوځي ستراتیژي په دقت سره وڅیړي او پکې بدلون رامینځ ته کړي که نه نو نور به بهرني میندي او پلرونه په افغانستان کې د خپلو بچیانو د مړینې لپاره هیڅ یو قانوني دلیل و نه مني او له دغه هیواد څخه به د خپلو سرتیرو وتو ته اړ شي.