لمر په راختو و. په شنو ونو کې د ناستو مرغيو چغارو کلا پر سر اخيستې وه. سيلم په چوتره کې پر ايښي کټ غځېدلی و . پر سر يې پشه خانه خپره وه. د موبايل راډيو يې لګولې وه . راډيو کې د ټولټاکنو خبرې کېدې. مور يې لږ ليرې ناسته وه. په مڼډاړو يې شړومبې شاربلې. هغې چې به هر ځلې د شړومبو له سره ځک ټولاوه يو ځل به يې زوی ته وکتل . غوښتل يې تازه کوچ ورکړي. سليم له څو مياشتو وروسته کور ته راغلى و . دى په ليلې کې و . مور يې لور ته ورغږ کړل :
_ليلا وه ليلا څه شوې...
_ څه وايې مورې؟
_ هغه سپينه کڅوړه راوړه چې شړومې پکې واچوم.......
د ليلا په لاس کې له شړومبو ډکه کڅوړه وه. د سليم د کټ خواته يې پر ونه وځړوله. سليم ورغږ کړل:
_ليلا د رايو کارت دې اخيستی؟
ليلا په خندا شوه . خپل لانده لاسونه يې په شنه ټکري وچ کړل. ورو غوندې د خپل ورور د کټ پر ژۍ کښيناسته . په خندا يې وويل:
_ ښځې پرېږده، سړو هم کارت نه دى اخيستی.
د ليلا خبره لا نه وه ختمه چې د کلا د دروازې درز شو، ليلا په بېړه راپورته شوه :
لکه چې ابا مې دی . زه ځم چې د سباناري غم وخورم.
د سليم پلار د چوترې هغې غاړې ته پر غوړېدلي پلاستيکي فرش کښيناست ، لونګۍ يې څنګ ته کېښوده، څادر يې پر پښو وغوړاوه، سليم وويل:
_ ابا يوه پوښتنه مې کوله.
_ څنګه پوښتنه؟
_ د کلي خلک څه وخت د رايو اچولو ته ځې ؟ ما ويل ټول به په ګډه لاړ شو.
_ زويه په کلي کې هيڅوک خپله رايه نه اچوي.
_ ولې؟
_ په ټوله ولسوالۍ کې اعلان شوی، د هر چا ګوته چې شنه وه ، هغوی به يې ورسره کړي.
_ نه پلاره دومره ډار خو والله که ښه وي .
* * *
سليم په ولسوالۍ کې خپله رايه واچوله . په بازار کې يې لږه سودا واخيستله . د کلي په خوا روان شو. د موبايل يوه شميره يې ډايل کړه . سيستم سم کار نه کاوه . لا هم په ټليفون اخته و چې د باغ د دېواله له سره دوه کسانو ټوپ کړل. يو يې ټيټ پنډ سړی و . بل يې لوړ، خو نری و. تورې پاج لونګۍ يې پر سر وې . مخونه يې پټ وو. پنډ سړي کلشنکوف سليم ته مخامخ ونيوۀ . ورسره يې وويل :
_ د اوباما بچيه دلته به دې هيڅوک مرستې ته را نه شي . ښه به دا وي چې غږ دې ونه باسې کنه سوری سوری به دې کړم.
دوهم سړي سليم له مټه ونيو، په غوسه يې وويل :
_ ژر شه باغ ته واوړه!
سليم غوښتل مقاومت وکړي . پنډ سړي د کلشنکوف پر قنداغ پر سر وواهه . هغوی سليم د انارو باغ ته واړوه، د باغ په اخر سر کې د سپېدارو ونې ښکارېدې . د ونو لاندې دوه کسه نور ناست وو، د هغوی مخونه هم پټ وو . يوازې سترګې يې ښکارېدې ، د يوه سړي په لاس کې اشکاره وه. د سليم رنګ له وېرې ژېر اوښتی و، حلق يې وچ شوی و، دمه پکې نه وه . لومړنيو دوو کسانو د سيلم لاسونه کلک کړل . درېم يې هغه ګوته چې د رايې اچونې پر مهال يې پر شنه رنګ رنګولې وه ، پر تېږه کېښودله . څلورم يې اشکاره پورته او د سليم پر ګوته يې راښکته کړه.
١٣٨٨/٥/٢٩
پنجشنبه ،د غرمې يولس بجې
درېم مکروريان ، کابل