وېره اوپناه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28759
ګل رحمان رحماني
دخبریدو نیټه : 2009-08-27


اوس چې دپسرلي په موسم کې له باران نه وروسته دلمدوځمکوتازه ګياوو، ويلنواو دونودتازوڅانګوښکلى بوى خورشي اوياهم دکلي په کروندو کې دلمده بل اوجبه زاروسيلۍ وچلېږي نوماته ورسره يو ځاى ستاد خوږوخبرو اوکړسنده خنداګانوزرينې شېبې رايادې شي په همدې وخت کې يوه نامعلومه ښکلي وېره زمادخيال په ګلپاڼو دشاتودمچۍ په څېروګرځي .
هغه شېبه څومره په زړه پورې اونه هيريدونکې ده چې دپسرلي په لومړيو شپوورځو کې به دواړه دکلي په خوړکې دلاله په ګلانو پسې ګرځېدو اوددغه ګلونو په نازکو پاڼو به مولاسونه سره کول اودنکريزوتنده به مو پرې ماته کړه خوکله چې به په اسمان کې تالنده اوبرېښناشوه يابه د شړکنده باران څاڅکوډبرې لمدې کړې نوپه وېره به زماخواته راغلې اوله ګوتوبه دې رنګارنګ ګلونه په ځمکه ولوېدل .
له ډيرې وېرې به دلاسونه زماپه غاړه کې راواچول دواړه به ترهغهد يوې ونې لاندي غاړه غړۍ ولاړوو ترڅو به چې باران نه وو درېدلى .
کله به چې باران ودرېده نوبېرته به دخوړ په غاړه له کلي مخ په وړاندې روان شوو.
  ستاهغه وېره اوس هم ماته ياده ده زه پوهېږم چې زمونږژوند همدغسې يوې وېرې ښکلى کړى زه له تالندې اوبرېښنا، نه وېرېدم خوله پخوانوخلکوبه مې چې په خوړکې دراغلوسيلابونو کېسې په خيال کې وګرځېدې وېرې به واخيستم خوزما دغه وېره ستا له سترګوپټه وه ته له سيلابه ناخبره وې تا لادسيلاب کېسې نه وې اورېدلې ته له تالندې اوبرېښنا وېرېدې زمازړه په داسې وختونوکې دسيلابونو ويرې خوړلي وو.
تاله ويرې زماپه غېږکې پناه اخيسته خوزما لپاره داسې پناه ګاه نه وه  چې له سيلابه مې وژغوري .
 اوس کلونه تېرشوي ته همداسې ويرو له ما واخيستې ډېرګلونه دې له نازکوګوتوپه خاورو ولوېدل .اوس زما وېرې هم لويې شوېدي خو کله چې راباندې راشي نود يوه داسي ځواک غيږې ته پناه وړم چې هلته وېره څه مانا نه لري اوما ديوښکلي معشوق په څېرنازوي .
همدغه ځواک دى چې دژمي په سړوسيليوکې هم پناه وروړم نوپه زهن کې مې دهماغه وختونوخوشبويي خوره شي دسيندغاړو، لمده بل دونودتاندو،څانګوبوى اوستادلمدو ويښتانووږمه مې دماغ نشه کړي اوس مې ځکه زړه غواړي چې يوه ورځ دتل لپاره دهمدغه ځواک په غېږکې پناه واخلم اوځان له داډول ويروخوندي کړم  

ننګرهارپوهنتون