ګارډین: په کابل کې نړیواله سرمشریزه جوړیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28794

دخبریدو نیټه : 2009-08-29


 ګارډین: په کابل کې  نړیواله سرمشریزه جوړیږي


سرچینه: د بریټانیې ګارډین ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


ټاکل شوي چې په افغانستان کې د نوې ادارې د کار له پیل څو ورځي وروسته یوې نړیواله سرمشریزه جوړه شي.

په دغه غونډه کې  چې ملګرو ملتونو سازمان یې تابیا نیولي د افغانستان له سیاسي او اقتصادي نظام سره د مرستې موضوع د اجندا په سر کې  ځای لري.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ مشر کاې ایډې ویلي چې کله نوي اداره کار پیل کړي دغه کنفرانس به راغوښتل کیږي او دا به نوي حکومت ته لوی خوځښت وي او سیاسي ملاتړ به رامینځ ته کړي.

دغه سرمشریزه د ملګرو ملتونو په نوښت په کابل کې جوړیدونکي ده.

له دې دمخه دغه ډول سرمشریزي په  لندن، پاریس او توکیو کې جوړیدي.

د ګارډین په لیکنه چې د افغانستان په اړه په دغه نړیوال کنفرانس کې به افغانستان ته د بسپنه  کونکو هیوادونو استازي، د نړیوال بانک، ملګروملتونو، آسیایي بانک او یو شمیر نورو هغو نړیوالو سازمانونو  استازي هم برخه ولري چې  د افغانستان په اقتصادي او سیاسی نظام یې اغیزه محسوسه ده .

ګارډين لیکي چې ملګري ملتونه په خپله دغه نوښت سره غواړي نړیوالو ته دا وښيې چې تر  انتخاباتو وروسته رامنځ ته شوی نوی حکومت دا وړتیا لري چې  کرار کرار د لویو محافلو او هغو غونډو کوربه توب پر غاړه واخلي چې تر دې دمخه یې دا کار نه شوای کولای.

د ورځپاڼي په باور چې دغه کار به د نوي افغان حکومت د مشروعیت لپاره ډير اغیز ناک ثابت شي او نړیوالو ته د افغانستان یو نوی انځور وړاندي کړي.