فارن پالیسي: جګړه مار مارشال اصلي ګټونکی
سرچینه: د امریکې فارن پالیسي مجله
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د فارن پالیسي په نامه یوې امریکایۍ خپرونې په خپل یوه تازه رپوټ کې د افغانستان په انتخاباتو کې د جنګ سالارانو او جنګي مجرمینو ګډون د اندیښنې وړ بللی دی.
خپرونې ویلي چې په انتخاباتو کې به هغه څوک ګټونکی وي چې مارشال فهیم نومیږي ځکه چې دی د ولسمشر حامدکرزي لومړی مرستیال په ګوتو شوی اواقتدار ته به د هغه په رسیدو سره دنوموړي ناقانونه پوځي طاقت څو ځله زیات شي.
فارن پالیسې خپرونې ویلي، دا چې جګړه ماران اقتدار ته رسیږي نو په انتخاباتو کې اصلي بایلونکي د حامد کرزي رقیبان ډاکټرعبدالله عبدالله او رمضان بشردوست نه، بلکه هغه ولسي افغانان دي چې له بیلا بیلو ستونزو او کړاونو سره مخ دي.
دغې امریکایۍ خپرونې له روسیې سره د مارشال فهیم اړیکو ته اشاره کړي او وایې چې مارشال فهیم کولای شي د افغانستان د شطرنج په لوبه کې هر چال لاړ شي.
فارن پالیسي خپرونه د طالبانو سره دمقابلې لپاره د امریکایې اجنټانو او مارشال فهیم توافق ته هم ګوته نیسي او لیکي، کله چې شمالي ایتلاف د امریکې په ملګرتیا د طالبانو د ماتولو کمپاین پیل کړ نو په دغه وخت کې احمدشاه مسعود په مرموز ډول ووژل شو او په دې برخه کې د مارشال کړني د پوښتنې وړ دی.
فارن پالیسي لیکي چې د مسعود د قتل د څیړني په برخه کې ( سې، اې، اې) او مارشال ځان تیر کړی دی.