د افغانستان ژوره کنده (هاري)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29048
هاري - واشنګټن
دخبریدو نیټه : 2009-09-06

د افغانستان ژوره کنده

د نيويارک ټايمز  خبریال، کالمنسټ، او سياسي مبصر، نیکولاس کریستوف، د افغانستان د پاليسۍ په باب ښاغلي اوباما ته ځيني سپارښتني لري چي لوستل يې ضروري ګڼم.  ښاغلي کریستوف  کلونه کلونه په سيمه او افغانستان کي تېر کړي دي.   هغه دغه راز وخت نا وخت د نیويارک ټایمز په ويبلاګونو کي د افغانستان په باره کي په سوال او جواب او بحثونو کي هم برخه اخلي.  مقاله د سپټمبر پر ۶ مه نشر سوې ده، او تاسو  يې نسبتا پوره ترجمه لولئ. 

جمهورریس اوباما همدا اوس ۲۱۰۰۰ اضافه امريکايي عسکر افغانستان ته استولي دی، او ډېر ژر به د نورو اضافه عسکرو د استولو په باب فیصله کوي.  دا به د هغه دجمهوري رياست  يو حياتي او محوري تصميم وي.   خو په عين حال کي، د پخوانيو امريکايي استخباراتي مامورينو او ماهرانو يوه ډله غواړي  چي د ښاغلي اوباما له پالیسۍ سره  خپل مخالفت  علني کړي.  هغوی وايي: افغانستان ته نور اضافه عسکر ورلېږل يوه تاریخي اشتباه ده.

دا ډله چي زه هم کاملا ورسره موافق یم  وايي د افغانستان پښتني سيمو ته نور اضافه عسکر وراستول به ځايي خلک لا زموږ  پرضد  راوپاروي او ډېر خلک به د کافرانو  د دفع کولو او شړلو لپاره د طالبانو سره يوځای کېدو ته وهځوي. 

دغي ډلي ماته لیکلي دي، « زموږ پالیسي جوړونکي نه پوهېږي  چي په پښتني سيمو کي زموږ حضور او شتون  پخپل ذات کي پرابلوم دی.  هر څونه زيات عسکر چي ور واستوو، په هغه اندازه مخالفت ډېرېږي.  موږ ښورښ او مخالفت په زياتو عسکرو نه سوو  کمزوره کولای، بلکي اپوزشن لا غښتلی کوو، او پښتنو ته وايو چي طالبان رشتيا وايي .  زموږ د ليډرشیپ  ناپوهي او جهالت به  زموږ  ډېر ځوان او  زړه ور امريکايي عسکر د مرګ ګوله کړي، خو هيځ مثبته نتيجه به ور نه کړي .»

پدې ډله کي  په پاکستان کي د( سي اې ې) د دفتر پخواني مشر ښاغلی هارټ؛  پخوانی سفير ښاغلی ډېوېډ ، د ملي د فاع پوهنتون  د ښورښ ضد ماهر او استاد؛  او د (سي اې ې) یو بل مامور چي په سيمه کي ۱۲ کلنه تجربه لري او په ۱۹۷۹ کي  د  شوروي  اشغال پر مهال  په کابل کي سټېشن وو. 

ښاغلي هارټ د ۱۹۸۰ په کلونو کي  دشوروي ضد مجاهدينو سره مرسته کوله.  هغه امريکایانو ته د پښتني اقوامو د سرسختۍ،  کلک هوډ، او بېساري ذاتي جنګي مهارتونو په باب خبرداری ورکوي.  دی وايي که چیري متحده ایالات جنګ پراخ  کړي،  نتيجه به يې د پښتنو لا  راډیکال او مخالفېدل وي، او ښايي پاکستان دونه بې ثباته کړي چي د سقوط سبب يې سي. 

دا ډله داسي ماهران دي چي تبليغات او شهرت نه غواړي، بلکي ما دېته مجبوره کړل چي خپل نظريات عام او د امريکایانو سره شريک کړي.   زياتره هغه خلک چي افغانستان پېژني، همدا راز مفکورې لري.

په کابل کي دېره د برتانيې پخوانی دپلومات، روري سټيوارډ وايي، «موږ دونه غټه ګوله خولې ته کړې ده چي اوس يې ژوولای نه سوو.»  هغه د افغانستان لپاره د امريکا نظامي ستراتيژي «چټيياټ» بولي. 

زه  پدې باره کي  ځکه ليکني کوم  چي زه هم  همدا شان  اندېښنې لرم.  زه په واشنګټن کي د هغو مقاماتو فيصلو اندېښمن کړی يم چي له طالبانو او سيمي څخه يو ساده او بسیط  درک لري، او  زما له هغه درک سره بېخي اړخ نه لګوي چي په افغانستان او پاکستان کي  مي د کلونو کلونو رپوټونو تر جوړولو  او سفرونو را وروسته  تر لاسه کړی دی. 

د پښتنو په مينځ کي د طالب او غير طالب توپير ډېر ګران دی.  پښتانه  يو لړ پېچلو اجتماعي ستونزو، غوښتنو، او وحشت او ډار را ايسار کړي دي. 

له  زياتو پښتنو سره چي ما مرکې کړي دي د طالبانو له  بې رحميو او وحشته  بېزاره  دي ، او فکر کوي چي هغوي  افراطيان دي.  هغوي طالبان سرټمبه او ليوني بولي.  مګر همدا پښتانه د طالبانو شخصي صداقت، تقوا، او مذهبي عقايد ستايي.  هغوی طالبان د حامد کرزي د  فاسد حکومت سره پرتله کوي. 

ځيني طالبانو سرټمبه او پرته له  مذهبي شرارته  په بل هيڅ شی نه پوهېږي، خو زياتره ځکه د طالبانو سره يوځای سوي دي چي ملګرو او کليوالو يې همدا کار کړی دی، ځيني د خپلو دوستانو د مرګ د بدل اخيستلو په منظور  ور ګډ سوي دي، د ځينو نورو لپاره همدا د رزق او روزي پیدا کولو يوازنۍ لاره ده، ځيني د کفارو سره د غزا په نيت ور دانګلي دي، ځيني بيا د هغو بهرنيانو پر خلاف جنګېږي چي  هم يې د هغوي ملک اشغال کړی دی او هم يې د سړکانو ابادولو، د پلونو جوړولو ، او  د اوبو لګولو د پروژو  وعدې هسي خوشي او غلطي وې. 

که چيري – البته خدای مکړه-- يوه ډله بهرني مسلمان او ږېره ور جنګيالي د خپلو ټوپکانو او بګړيو سره زما په کلي  او ایالت اوريګن  کي  يوه ورځ باببره را ښکاره سي، او سمدستي  زموږ د کورونو تلاشي پیل کړي، او هيځ خير يې هم را و نه رسېږي، زه يقين لرم  چي زموږ د خلاصون لاره به دا وي خپل  چي ښکاري توپکان را واخلو،  غرو ته مه کړو، او په مقاومت  او ښورښ لاس پوري کړو. 

واقعيت دا دی چي پدې وروستيو کي  د امريکا پوځ خپل سلوک ډېر اصلاح کړی دی.  په افغانستان کي ځيني امريکايي قوامندانان ښه ځلېدلي دي، خو ټول قومندانان دا ډول ندي.  لنډه داچي زموږ پراخ حضور پښتانه دېته اړ باسي چي موږ ته د اشغالګرانو په سترګه وګوري.

همدا وجه ده چي  سږ کال اضافه عسکرو حالات ارام او کرار نه کړل، بلکي ۲۰۰۹ همدا اوس لا د امريکايي عسکرو لپاره د ټولو تېرو کلونوپه پرتله مرګانی کال دی.  حال داچي ددې کال څلور میاشتي لا پاتي دي.

حل نه له افغانستانه بالکل راوتل دي او نه هم هلته خپل عسکر دوه برابره کول دي.  بلکي موږ  هلته هرومرو بايد يوه وړه قوه ولر چي وظيفه يې  د افغان د پوځ رزول، د لويو ښارونو د امنيت په ساتلو کي مرسته کول، او د القاعدې د بيا منظمېدو مخه نيول وي.  موږ دغه راز  مجبوره يو چي په تعليم او تربيې او زراعت کي پانګه واچوو، ځکه له همدې لاري کولای سو چي پښتانه له طالبانو را جلا کړو. 

دا به يوه ناقصه او ګډوډه ستراتيژي وي،  هم  به يې  اهداف  ډېر لوړ او عالي نه وي، خو په سياسي او نظامي لحاظ به د زغملو او تعقيبولو وړ وي، او به  د زیاتو امريکايي ځوانانو وژل را کم کړي.