داسي ويل كيږي چى په نړۍ كي د اقتصادي او تكنالوژي پرمختگ له امله هغه كړنلاره چي د نړي پياوړيو هيوادونو د نظامي او سياسي ډلو د جوړولو لپاره خپلوله له منځه تللي ده , او دا هم ويل كيږي چى په نړي باندي د حكمروايى واك پياوړى اقتصاد ټاكي نه هم سياست او نظامي پياوړتيا , اوس مهال په نړي كي د پياوړيو هيوادونو تر منځ ډلي او تړونونه د اقتصاد په بنا تر سره كيږي .
جرمني نيواځي د اورپا په كچه بلكه د نړي په كچه د هغه ځانگړي هويت يا خوصوصيت خاوند هيواد دي چه له يوه جگړى ځپلي او نړيدلي هيواد څخه دير ژر په يوه آباد او په خپلو پښوو ولاړ هيواد بدل شو , او د نړي د هغو هيوادونو په كتار كي ودريد چى لوي او پياوړي هيوادونه گڼل كيږي , او دا د اهميت وړ بدلون د يوه داسي ملت دزيار په نتيجه كي رابرسيره شوو چى تسليمدل هيڅكله هم نه پيژني , سره لدي چى د جرمني شرقي برخه له يوه اوږدي مودى څخه را پديخوا د روسيى په فلك كي اوسيدله د غربي آلمان سره يوځاي شوه چي د غربي جرمني لپاره يو دروند بار گڼل كيدله .
خو كله چي غربي جرمني د يوه داسي سختدريځه حزبي جوړښت څخه راوتلى او د يوه پرمختللي ديموكراتيك هيواد په لورۍ په حركت كي شو , نو وتوانيد چي د شرقي جرمني سره يو ځاي پرته له خارجي كومكونو څخه د پرمختلليوهيوادونو په كتار كي ودريږي , د جرمني شرقي او غربي برخي سره يو ځاي كيدل جرمني ته دا ځانگړتيا ورپه برخه كړي چي د اورپا د كيښتۍ قيادت ترلاسه كړي .
د جرمني څخه ويره لا تر اوسه د غرب په ذهن كي په قوت سره شتون لري , ځكه چي د جرمني نازيت د نړي او اورپا او روسيه پراخه برخه نړولي ده او د جرمني نازيانو له عسكري خوزښت سره هر څه په ياده شوي سيمه كي لمنځ ولاړل او برباد شول , او د جرمني بيرته راستنيدل د يوه اقتصادي قطب په څير جرمني ته دا واك ورپه برخه كوي تر څو د اورپا په اتحاديه خپله اقتصادي تگلاره ومني , خو ريښتيني گواښ او ډار دا دي چى جرمني خپله اقتصادي پانگه اچونه د روسيى لوري ته واړوي .
روسيه نيواځي دنظامي اړخه چي د اتومي اسلحى خاونده ده يو پياوړي هيواد دي بلكه له اقتصادي اړخه هم د طبيعي ثروتونو يوه لويه زيرمه شميرل كيږي , او جرمني د ثروتونو دغي زيرمي ته ځان نيږدي گڼي , دا نيږديوالى او اتحاد د عاطفوي احساساتو د را پاريدو له امله ندي څيړل شوى چي له خپلي خونړي ماضي څخه بښنه وغواړي , بلكه دا اتحاد د منظمو اقتصادي تړونونو او څيړنو په پايله كي رامنځ ته كيږي او خپله ونډه په هغو ثروتونو كي تعين وي , او دا كار نظامي پريكړو او سياسي اتحادونو ته اړتيا نلري .
جرمني د يوه خواره واره جغرافيا يي بعد څخه د اورپا په كچه برخمن دي , او د تكنالوژى په مختلفو څانگوو كي پرمختللي هيواد دي , او هڅه كوي تر څو په اقتصادي ډگر كي په نړي كي د يوه اقتصادي قطب حيثيت ولري , كله چى دا تكنالوژي پرمختگ له هغو طبيعي ثروتونو سره يو ځاي شي نو دا اتحاد به دواړو لوريوته ضرور گټور واقع شي .
اورپايان او امريكايان په روسيه اعتماد نكوى او غواړي روسيه د نړي په دوهم كتار هيوادونو كي وشميرل شي او نه غواړي دلومړي كتار هيوادونو ځانگړتيا تر لاسه كړي , او د روسيه پاملرنه نظامي صنعت ته يواځي د هيبت په بنا گڼي نه هم د پرمختگ په بنا چي په نړي كي د لومړني كتار هيوادونو ځانگړتيا ورپه برخه كاندي . خو جرمني روسيى ته په ځانگړي سترگه گوري هغه روسيه د راتلونكي زيرمه گني چي په كي دير څه تر لاسه كيدي شي , د جرمني اقتصادي نږديوالى له روسيه سره كيدي شي د دى باعث شي چي هغه كلا بندي چي روسيه ورسره لاس او گريوان ده ماته شي .
يو ځل بيا ويلي شو چي دا راز اتحادونه د عاطفوي احساساتو په پايله كي تحقق نه مومي بلكه د منظمو او له وړاندي پلان شويو څيړنو په نتجه كي سرته رسيږي , او چيرته چي دا اتحاد د عسكري اړخه ندي نو ځكه انديښني په دي هكله ځاي نلري , خو له اورپا يانو سره دا ويره شته چي هسي نه چي دا اتحاد د نړي په كچه يو داسي پياوړي اتحاد شي چي مقابله ورسره ناشونى وي , او دا هغه پټه ويره ده چي اورپايان ورڅخه څرگندونه نكوي .
د عربي ورځپاني څخه ژباړه