د ژورناليسټانو د ساتني کمېټه
په نړۍ کي د خبريالانو مدافع ټولنه
سپټمبر ۱۵، ۲۰۰۹
نوټ: په واشنګټن کي، د ژورناليسټانو د ساتني کمېټې په کندهار کي د محلي چارواکو لخوا د بې کسه کندهاري خبريالانو د پرله پسې قتلونو او ازار په ارتباط ښاغلي حامد کرزي ته يو سر خلاصی لیک خپور کړی دی چي دلته يې تاسو کټ مټ ترجمه لولی. که څه هم زه شخصا د حامد کرزي څخه د هيڅ ډول خير، عدالت، او اقدام تمه نلرم، خو د ځينو نژدې او محترمو دوستانو د ټينګار په وجه مي دا ليک ترجمه کړ. زه يقين لرم چي د حامد کرزي له نامشروع اوملي ضد حکومته د خير او انصاف غوښتنه پوره ساده ګي او حماقت دی، او زه الحمدالله دونه ساده او احمق خو لا نه یم. زه د حامد کرزي حکومت د ټولو افغانانو او په تېره بيا د پښتنو سره په دښمنۍ، جفا، او ظلم متهموم، او له حامد کرزي او د هغه له داخلي او خارجي حاميانو څخه کرکه لرم، او د خدای لعنت پر وايم.
جمهورریس حامد کرزی:
د ژورناليسټانو د ساتني کمېټه په کندهار کي د خبريالانو د شرایطو او امنيت په باب اندېښمنه ده. له ډېر وخت راهيسي، کندهار د طالبانو فعاليتونو بې ثباته او نا ارامه کړی دی، خو د جمهوري رياست د وروستي انتخاباتو راپدې خوا د کندهاري خبريالانو لپاره وضع لا خطرناکه سوې ده. د يوې خوا، د کندهار ژورناليسټان هره ورځ د ياغيانو له حملو او بريدونو سره لاس او ګريوان دي، او له بلي خوا، ګڼ شمېر کندهاري خبريالانو زموږ کمېټې ته ویلي دي چي دوی د وهلو، توقيف، او تر ټولو بده لا دا چي د خپلو رپوټونو په خاطر د تهديد، کسات، او مجازاتو سره مخامخ دي.
د کندهار خبريالان وايي چي دوی په خاصه توګه د هغو تهديدونو په باب اندېښمن دي چي د کندهار ولايتي شورا چارواکو او مسولينو ورته مخامخ کړي دي. د ولايتي شورا ريس ستا ورور احمد ولي کرزي دی چي ستا د انتخاباتي کمپېن مدير او مينېجر هم دی. د ګڼ شمېر مطبوعاتي مرکزونو د خبريالانو په شمول د ازادۍ راډيو، پژواک خبري اژانس، او د کندهار اونيزه اخبار «سورغر» زموږ ټولني ته ویلي دي چي د کندهار پوليسو او عالي رتبه چارواکو بيابيا د دوي خبريالان تهديد او ازار کړي دي. يو خبريال چي د کسات او مجازاتو له ډاره خپل نوم نه سي يادولای، موږ ته وويل چي ښاغلي احمد ولي کرزي په ټيلفون کي مخامخ تهديد کړی دی.
د کندهار چارواکو د سورغر کار کونکي وروسته له هغه تهديد کړل چي همدې اخبار چي په پښتو او انګلیسي خپرېږي د عامه افکارو هغه سروې خپره کړه چي هدف يې پدې انتخاباتوکي تر ټولو محبوب کانديد نومول وو. دغه راز، د سور غر اخبار د نيویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ هغه رپوټونه خپاره کړل چي احمدولي کرزی يې د مخدره موادو د قاچاق او کاروبار او همدا راز يې پر هغه باندي په انتخاباتو کي د ټګي برګي تور لګولی وو. په کندهار کي، د هنداري مجلې مدير، ښاغلي غوث الدين فروتن، د ژورناليسټانو د ساتني کمېټې ته وويل چي د سورغر اخبار د مستقلو، ازادو، اورشتينو رپوټونو په خاطر په عامه خلکو کي پراخ او سراسري ملاتړ او لوستونکي لري. د هنداري مجله په کندهار کي د هنداري د کلتوري ټولني لخوا خپرېږي. ښاغلي فروتن دغه راز په ټيلفوني مرکه کي د ژورناليسټانو د ساتني کمېټې ته وويل، «سورغر واقعاد خلکو د زړه خبري او دردونه خپروي.» هغه زياته کړه، « ټيلويزيون او راډيو دغه مسايل نه خپروي.»
يو بل خبريال چي د محلي چارواکو له ډاره د خپل نوم له ذکرولو څخه ډډه کوي، وايي د ولايتي شورا چارواکي چي ستا ورور يې ريس دی د هغه د اخبار کارکونکي تهديد کړي دي، او هم يې د هغوی د مجلې د خپرېدو مخنیوی کړی دی. هغه وايي د کندهار يوه چارواکي ورته وويل، «د احمد ولي کرزي سره خبري وکړه، له هغه څخه اجازه واخله. که چيري هغه اجازه در کړه بيا به موږ هم په ډېره خوشحالي ستاسو د مجلې خپرېدو ته اجازه در کړو. » هغه له کندهاره پخپل يمېل کي د ژورناليسټانو د ساتني کمېټې ته وويل، « په کندهار کي، خبريالان په خطرناکوشرايطو کي ژوند کوي. که چيري هغوی د کندهار واکمنانو ته غوږ و نه نيسي، هغوی خامخا تهديدېږي.»
د ژورناليسټانو د ساتني کمېټې د احمدولي کرزي دفتر ته څو ځله ټيلفونونه وکړه څو پدې باب تبصره وکړي، خو هغوی ټيلفون پورته نه کړ.
د پژواک خبري اژانس ريس، ښاغلي دانش کروخېل له کابله په يميل کي د ژورناليسټانو د ساتني کمېټې ته وويل،« په کندهار کي حالات واقعا خراب دي.» هغه زياته کړه محلي چارواکي د خبريالانو سره هيڅ همکاري نه کوي.
د بي بي سي او رويټرز پخوانی خبريال، ميرويس افغان، د ژورناليسټانو د ساتني کمېتې ته وويل هغه مجبوره کړای سو چي له کندهاره وتښتي، ځکه د کندهار عالي رتبه مامورينو هغه نېغ په نېغه تهديد کړ. هغه له لندنه په يميل کي د ژورناليسټانو د ساتني کمېټې ته وويل، « د طالبانو د رژيم له ړنګېدو راپدې خوا خبريالا ن تل تهديد سويدي، خو پدې وروستيو ورځو کي دا تهديدونه لا ډېر سويدي.» د ژورناليسټانو د ساتني کمېټه باور لری چي که چيري محلي مامورين د خبریالانو کړولو او تهديد ته همدا شان دوام ورکړي، ډېر نور خبريالان به تبعيد او د وطن پرېښودېدو ته اړ سي.
د اګسټ پر ۱۹ مه، ستاسو حکومت په ګرده هېواد کي له ژورناليسټانو څخه وغوښتل چي د انتخاباتو په جريان کي د حملو او بريدونو رپوټونه ور نه کړي، څو رايه ورکونکي و نه ډارول سي. د ژورناليسټانو د ساتني کمېټې په کابل کي دېره له څو خبريالانو سره ددغه خنډ په باب چي ستاسو حکومت د هغوی په وړاندي ايښی وو، خبري وکړې. د محلي رپوټونو په اساس ،په کندهار کي پوليسو د ازادۍ راډيو خبريال،ښاغلي مينه پال، سخت وډباوه، او د اګسټ پر ۲۶ مه يې د هغه اسباب او وسايل د هغي پېښي په محل کي ضبط کړل چي لږ تر لږه ۴۰ تنه پکښې وژل سوي او په لسهاوو نور پکښې ټپيان سوي ول.
د کندهار ستونزي نوي ندي. د مارچ پر ۱۰ مه، وسلوالو خلکو محلي خبريال، جاويد احمد، باندي باړونه وچلول او ځای پر ځاي يې قتل کړ. د ښاغلي جاويد احمد د قتل حالات لا تر اوسه پټ پاتي دي. هغه يو ازاد خبريال وو. هغه د کاناډايي ټيلويزيون او نورو خبري موسساتو سره کار کاوه. ښاغلي جاويد احمد د امريکايي قواوو لخواپه بګرام کي بندي سو او ټیک ۱۱ مياشتي يې بند کاټ کړ، څو باالاخره د ۲۰۰۸ په سپټمبر کي ازاد سو. يو شمېر خبريالان ټينګار کوي چي د جاويد احمد په قتل کي د افغان حکومت لاس وو، خو د ژورناليسټانو د ساتني کمېټې تر اوسه لا دا نه ده معلومه کړې چي جاويد احمد چا قتل کړ. د کندهار پوليس لا تر اوسه هم د هغه د قتل په باب کاميابه تحقيقات ندي کړي. همدې واقعيت د جاويد احمد نور همکاران سخت اندېښمن کړي دي.
د ژورناليسټانو د ساتني کمېټه په کندهار کي د خبريالانو شرايط په غور څاري. دغه راز موږ د افغان حکومت مشکوک اعمال، تهديدونه، او حملې هم څارو. د ژورناليسټان تعقيب او ازار د هغي ديموکراتيکي پروسې خلاف کار دی چي تاسو يې د ملاتړ ادعا لري. موږ تاسو دېته رابولو چي خپلو محلي چارواکو ته امر ور کړئ چي سمدستي د خبريالانو او مطبوعاتو کړول او ازار بس کړي او يوه داسي فضا ایجاد کاندي چي خبريالان پرته له ډار څخه خپلي دندي ته دوام ورکړي.
پدې باب ستاسو له پاملرني څخه مننه کوو.
په درناوي
جویل سيمون
اجرايوي مدير