میرویس جلالزی
به پلازمینه کابل کې د ماشومانو د تکواندو سیالۍ تر سره شوې.
په دغو سیالیو کې د هیواد له ګوډ ګوډ څخه په یولسو وزنونو کې ۵۶۰ تنو هغو ماشومو تکواندوکارانو برخه لرله چې عمرونه یې تر لسو کلونو کم ول.
د تکواندو د فدریشن ریس غلام رباني رباني وویل چې د دغو سیالیو د په لاره اچولو موخه د هیواد د ماشومانو د تکواندو د ملي لوبډلي غوراوی وو.
دغه سیالۍ به نن هم دوام ولري او دورځي په پای کې به د ټولو وزنونو اتلان په ګوتو شي.