CNN: دافغانستان انتخابات صادقانه وو،"حامدکرزی"
سرچینه: سې ان ان امریکایې ټلویزیون
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د سې ان ان امریکاې ټلویزیون د جمعې په ورځ د افغان ولسمشر حامد کرزي مرکه خپره کړه.
په دغه مرکه کې تر ډیره بریده له ښاغلي کرزي څخه د افغانستان د تیرو شویو انتخاباتو او په هغو کې د احتمالي تر سره شویو درغلیو په اړه پوښتنې وشوې.
حامد کرزي سې ان ان ته وویل چې د افغانستان د انتخاباتو د بیا ځلي تر سره کیدو لپاره هر اقدام له قانوني او حقوقي پلوه د ټولو رایو د شمیرو مستلزم دی چې دغه کار به څو اونۍ په بر کې ونیسي او مونږ نشو ویلای چې له ټوله سره د انتخاباتو پروسه ناسمه وه.
حامد کرزي په انتخاباتو کې د بي نظیمو په شتون اعتراف وکړ خو په ټوله کې یې دغه پروسه صادقانه په ګوتو کړه.
د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارواکو پر وینا چې حامد کرزي د اسد د میاشتې د ۲۹مې نيټې په انتخاباتو کې ۵۴.۶ او د هغه نږدې رقیب ډاکټرعبدالله عبدالله ۲۷.۷ سلنه رایې خپلې کړي دي.
که څه هم حامد کرزی تر اوسه په غوڅ اکثریت بریالی دی خو د انتخاباتو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون بیا د پنجشنبې په ورځ اعلام وکړ چې د افغانستان د ټولو پينځه اعشاریه شپږ ملیونه شمیرل شویو رایو له ډلې څخه یو نیم ملیون یې شکمنې دي .
د اروپایې ټولنې ناظرینو هم ګواښ کړی چې که چیرته ته شویو درغلیو ته رسیدګي و نه شي نو د افغانستان انتخاباتو ته به په نړیواله کچه سخت زیان ورسیږي.
حامد کرزي سې ان ان ټلویزیون ته ویلي چې دی د اروپایې ناظرینو دغه څرګندوني غندي خو د خپلې بریا په اړه یې څه و نه ویل.
د افغان ولسمشر حامد کرزي رقیب ډاکټرعبدالله عبدالله وویل چې که چیرته د افغانستان انتخابات د تقلب له مخې مشروع و ګڼل شي نو طالبان به قهرمانان شي .
عبدالله ویلی چې مونږ څرنګه کولای شو د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره تقلب او درغلۍ ته تسلیم شو.