کاناډا: پینځه افغان کرکیټ بازان تښتیدلي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29435

دخبریدو نیټه : 2009-09-19

ایرج: تورنتو

ایډیټ: میرویس جلالزی

د کاناډا هیواد ته د تللیو افغان کرکیټ بازانو له ډلې څخه پینځه تنه یې هیواد ته تر ستنیدو دمخه له خپل ټیم څخه تري تم شوي او نه غواړي چې خپل هیواد ته ستانه شي.

د افغانستان د ۱۹ کلونو لاندي د کرکیټ لوبډله  څه موده دمخه د ۲۰۱۰ کال نړیوالو سیالیو ته د لار موندلو د سیالیو لپاره د کاناډا  تورنتو ښار ته تللي وه.

افغان کرکیټ بازان وتوانیدل چې د هانکانګ او امریکې په ګډون یو شمیر ټیمونو ته ماتې ورکړي او د ۲۰۱۰ کال نړیوالو سیالیو ته لار ومومي.

له تورنتو څخه د بینوا ویب پاڼي همکار چې له تښتیدلو افغان کرکیټ بازانوسره یې لیده کاته کړي وایې چې دغه پینځه افغانان دمګړۍ په کاناډا کې د سیاسي کډوالۍ دتر لاسه کولو په ډله کې دي.

جاوید، اضغر، ایمل، زرولي او د لوبډلې مسول  دولت خان ځاځی هغه پینځه افغان کرکیټ بازان دي چې دمګړۍ په کاناډا کې دي او د هغوي نور ملګري هیواد ته را ستانه شول.

د کاناډا دولت تر اوسه د دغو پینځو افغان کرکیټ بازانو د برخلیک په اړه پریکړه نه ده کړي.