نشنل پوسټ: پر ماشومانو دافغان سرتیرو جنسي تیری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29535

دخبریدو نیټه : 2009-09-26

نشنل پوسټ: پر ماشومانو دافغان سرتیرو جنسي تیری

سرچینه: د کاناډانیشنل پوسټ او اوتاوا سټیزن  ورځپاڼي

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

د کاناډا نیشنل پوسټ او اوتاوا سټیزن  ورځپاڼو په لومړي ځل د افغانستان په کندهار ولایت کې له یوې مهمې او زړه بګنونکي مسلې څخه پریده پورته کړي ده.

 اوس یو لوړ پوړی کاناډایی جنرال په دې تورن  شوی  چې د هغه د ماموریت پر مهال په کندهار ولایت کې  د  کاناډایانو  په عسکري قشله کې د افغان سرتیرو له خوا په یو شمیر کوچنیو ماشومانو  او تنکیو ځوانانو جنسي تیری شوی.

ورځپاڼي  لیکي  چې په ۲۰۰۷ کال کې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ  ته  دا رپوټ رسیدلی  ووچې د دوي په قشلو کې میشت افغان پوځيان کوچني ماشومان په جبر له کلیو را ټولوي او وروسته بیا پرې جنسي تیری کوی.

نیشنل پوسټ لیکي چې کاناډايي جنرال ځکه دا خبره پټه ساتلي چې  که چیرته  مطبوعات پرې خبر شوي وای نو له دې  کیسې څخه به لویه ډنډوره جوړه شوي وه چې حتی د ده پوځي موقف یې هم له خطر سره مخامخ کولای شوای.

په دې سربیره تیر کال  په جنوبي افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو د ځمکنیو قواوو مرکزي قوماندان بریدجنرال جې سي کولین د کاناډا د دفاع وزارت لوړ پوړي پلاوي ته ویلي چې د دوي په پوځي هډه کې څو څو ځلي نظامي پولیس له داسي مواردو سره مخ شوي چې افغان ځواکونو په تنکیو ماشومانو جنسي تیري کول خو دغو کاناډايي نظامي پولیسو ده ته ویلي چې ځکه یې دغه راپورونه محرم ساتلي ول چې دوي ته د خپلو قوماندانانو له خوا د خولې د  پټ ساتلو امر شوی وو.

په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو په پوځي مرکز کې د  افغان ملي پولیسو او ملي اردو د سرتیرو له خوا په ماشومانو د جنسي  تیري په مواردو د کاناډا د  دفاع وزارت د عالي رتبه مقاماتو تر  خبریدو وروسته اوس د کاناډایې ځواکونو د ملي تحقیقاتو مرکز پلټني پیل  کړي تر  څو دغه مسله روښانه کړي چې ولي په کندهار کې د کاناډا عالي رتبه جنرال په دغه کیسونو خوله پټه کړي وه.
دغه موارد وروسته تر هغه بربنډ شول چې د ۲۰۰۸  کال  په جون  میاشت کې یوې کاناډايي رسنۍ د لومړي ځل لپاره له نوم پټو پوځي چارواکو په حواله داسي ټکان ورکونکی رپوټ خپور کړ چې  ګواکي افغان ځواکونو په ماشومانو جنسي تیري کړي.
په کندهار کې د ویلسن په نامه  په یوه کاناډآيي پوځي هډه کې یوه کاناډايي وګړي تراویس شوتین چې اوس یې ماموریت په افغانستان کې پای ته رسیدلی د کاناډا دفاع  وزارت ته ویلي چې دی په ۲۰۰۶ کال کې د ویلسن په کمپ کې د یوې داسي پیښې عیني شاهد وو چې دوو افغان امنیتي کسانو په یوه کوچني ماشوم په ډلیزه توګه جنسي تیری  وکړ.
یوه بل پوځي هم د تورنتو ورځپاڼي ته په ۲۰۰۶ کال کې په همدې پوځي هډه کې د ورته پیښې د لیدلو شهادت ورکړی.
د کاناډا د پوځ یوه دیني افسر هم د ورته پیښې شاهد پاتي شوی او ورځپاڼې  ته یې ویلي چې ده په دې باب د قوماندې د ځنځیر له لارې د پیتاوه په پوځي هډه کې میشتو قوماندانانو ته په کاناډآيي پوځي مراکزو کې د افغان سرتیرو له خوا پر افغان ماشومانو د جنسي تیريو په اړه  خبر ورکړی وو.
نیشنل پوسټ ورځپاڼه لیکي چې دغه مسله اوس د کاناډا پوځ او فدرال حکومت ته ډیره حساسه ده دا ځکه چې که چیرته  دغه  کیسونه په پراخه کچه وڅیړل  شي نو دا به د کاناډا په ولس او یو شمیر نورو ولسونو چې په افغانستان کې د ملکی افغانانو د خوندي ساتلو لپاره یې  ماشومان خپل ژوند په خطر کې اچوي ډیره دردونکي او د نه زغم وړ وي.
افغان ملي پولیس او ملي اردو په ۲۰۱۱ کال کې له افغانستان څخه د کاناډايي سرتیرو د وتلو لپاره د هغوي د وتلو کیلي بلل کیږي او  ټول  مسولیتونه به همدغو کورنیو سرتیرو ته سپارل کیږي.

نیشنل پوسټ لیکي  چې د کاناډايي ځواکونو د اوسني موقف څخه داسي ښکاري چې هغوي د کندهار په ولایت کې د افغان ملي اردو او ملي پولیسو په فعالیتونو کې هیڅ راز دخالت نه لري او حتی د کاناډا په پوځي مراکزو کې هم .
دغه نظامي ریکارډ معلوماتو ته د لاس رسي د قانون په رڼا کې د هغه ۹۰ دقیقه یې غونډي له جزیاتو څخه جوړ شوی چې پکې تورن جنرال اندریو لیسلیس او د ځواکونو د عامه چارو یو شمیر  مامورینو برخه درلوده.
جنرال لیسلیس د ۲۰۰۷ کال په اوړې او منې کې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو د مهمې څانګي د اجرایوې مسول په توګه دنده لرله.
په هغه بریښنا لیک کې چې د ۲۰۰۸ کال په جون میاشت کې د  ډګرمن سټیفن ګرینر له خوا لیکل شوی راغلي چې د غونډي موخه دا وه تر څو یو لړ مسایل له مطبوعاتو سره شریک  کړای شي چې په دغو مسایلو کې د افغان ملي پولیسو او ملي اردو د سرتیرو له خوا له ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره د جنسي تیریو مسلې هم شاملې وي.
ډګرمن سټیفن ګرینر په دغه وخت کې په کندهار کې د کاناډايي ځواکونو د عملیاتي مشاور په توګه دنده لرله.
د دغه بریښنالیک په اساس چې متن یې ورځپاڼې تر  لاسه کړی دی، دکندهار په کاناډايي هډو کې له ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره د افغان ملي پولیسو اوملي اردو د سرتیرو د جنسي اړیکو په اړه دوهمه غونډه له لومړۍ هغې یوه اونۍ وروسته د کاناډا په ملي دفاعي قوماندانۍ کې جوړه شوه چې  پکې د دفاع وزارت د ملکي او پوځي عامه چارو لوړ پوړو چارواکو برخه لرله.
په دې سربیره، په جنوبي افغانستان کې د کاناډايي ځواکونو د ځمکنیو قواوو مرکزي قوماندان بریدجنرال جې سي کولین ته د ۲۰۰۸ کال د جون میاشتې په اتلسمه  نیټه، د ډګرجنرال لیسلیس او برید جنرال (این پولتر) له خوا د جنسي تیریو په اړه د نظامي پولیسو د اندیښنو په اړه ویل شوي ول خوهغه په دې برخه کې هیڅ راز کوټلی ګام نه وو پورته کړی.
جنرال کولین په دغه مهال ویلي ول چې د سټیفن ګیرنر دغه بریښنالیک  ټولو کاناډايي سرتیرو ته  ډیر ټکان ورکونکی او شرمونکی دی.
په دغه  بریښنالیک کې دا هم لیکل شوي وو چې نظامي پولیسو ته  د هغوي د قوماندانانو له خوا ویل شوي چې له دغې مسلې سره  تماس و نه نیسي .
په کندهار کې  د کاناډايي ځواکونود نظامي پولیسو د دوهم یونټ مشر  جګړن فې، ار، ایتر چې د کاناډا د اونتریو ښار د نظامي پولیسو غړی دی وایې د افغانستان د قوانینو له  مخې له ماشومانو سره جنسي تیری جواز نه لري خو په کندهار کې  کاناډايي ځواکونو ته ویل شوي ول چې دغه مسله په کندهار کې  عامه  ده او کاناډايي ځواکونه باید په دغه کلتوري مسله کې مداخله و نه  کړي او د دغسي جنسي تیریو مخه و نه نیسي.
په تیر جون میاشت کې د کاناډا دفاع وزیر پیتر مکې د خپل پارلمان د استازو غونډي ته وویل چې هیواد به یې  هیڅ کله هم  دغه پیښې  له  تحقیق  پرته پرینږدي.
نوموړي وویل: ((  اجازه راکړﺉ چې واضح ووایم، په هیڅ صورت به د کاناډا پوځ پر ماشومانو باندي د افغان سرتیرو له خوا د جنسي تیریو په اړه د بښنې په ویلو بسنه و نه کړي بلکې دغه مسله به جدي څیړل کیږي، که په افغانستان کې وي او که د نړۍ په هره بله سیمه کې)).
په هغه بریښنالیک کې چې پورته یې یادونه وشوه دا هم راغلي دي چې کله  افغان قوماندانان په دغو پیښو خبر شول نو سمدستي یې د اقدام ډګر ته ور ودانګل او تر ډیره بریده یې د دغه راز پیښو د تکرار مخه ونیوله .