راتلونکې شورا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2955
عبدالهادي ریشاء
دخبریدو نیټه : 2005-05-30


 ما چي پال واچاوه جواب یې داسي را وخوت ، چي په نوې راتلونکې شورا کي به دزړو قومندانانو يا د دوی د پلويانو پله درنه وي . په وکيلانو کي به تر ږيرخريلو، ږيره ور ډېر وي . وکيلان به په احساساتو سره توندي خبري کوي . کله کله به په اصطلاح دګېره هم وزي . د چوټو وارونه هم محتمل دي د شورا مجالس به خورا پرجنجاله وي . عاريظين او مراجعين به دشورا په دروازه کي ډم ولاړ وي . وکيلان به دمجلس د مابين څخه د موبايل له برکته عاريظينو او مراجيعيوته راولاړيږ ی او دروازې ته به راځي . دوکيلانو تنخوا ګاني به بيخي لوړي سي . شخصي موټران به دونه ډېر وي ، چي دشورا په انګړ کي به ځای نه وی . په کورو، بازارو او دفتروکي به دخلګو دخوا او د نړیوالو آژانسونو له خوا هره ورځ دوکيلانو پر خبرو ـ خبري او تبصرې کيږي .
 زما ګوډ پيري هم دفال بين پيشوګوياني کټ مټ تاییـد کړې ، خودا یې پر اضافه کړه، چي دشورا ريس به خلا ف توقع يوخورا ګل سړی وټاکل سي ؛ زوړ قومندان به وي ، خوافکار به یې نوي نزي او تازه وي . د مجالسو اداره به په منطق سره کوي . خوڅه موده به دمخالفینو د اختلافاتو سره مخامخ وي، وروسته لکه پر اور چي اوبه توی کړې اختلافات به خاموش يا به شورا منحل سي .
 ګورو چي زما د ګوډ پيري او فال بين نظر څونه ريشتيا راوزي .

 کراچي
 ۲۹/۰۵/۲۰۰۵