یادونه : دتقلیدپه اړه داسلسله دشیخ الاسلام حضرت مولانا مفتی محمد تقی عثمانی صاحب داردوکتاب (تقلید کی شرعی حیثیت)ژباړه ده باید یادونه وکړم چی دتقید په اړه دامضمون لیکل دتعصب په وجه نه دی اونه ددی لپاره چی غیر مقلیدینو رونوسره مو دمناظری میدان خلاص کړی وی بلکه دبینوادمسؤلینو په غوښتنه ترڅودتقلید شرعی حیثیت څخه باخبره وواوسو ژباړل شوی .
دتقلید حقیقت
ددی خبری څخه څوک انکار نشی کولای ددین اصل دعوت دادی چی دالله ﷻ اطاعت اوبندګی وشی تردی چی دنبی کریم ﷺ اطاعت هم ځکه واجب دی چی هغه په خپل عمل او وینا سره دالهی احکامو ترجمانی کوی . کوم شی حلال کوم حرام دی ؟ کوم جایز اوکوم ناجایز دی ؟ پداسی معاملاتو کی خالص داللهﷻ اورسول ﷺ اطاعت لازم دی څوک چی الله اورسول څخه علاوه بل څوک مستقل بالذات (چی یوازی دهمغه تابع وی )داسلام ددایری څخه خارج دی نو پدی اساس په هر مسلمان لازم د ی چی دقرآن اوسنتو پوره اطاعت وکړي .
په قرآن او حدیث کی بعض داسی احکام دی چی هرلیک لوست کونکی پری پوهیږی لکه اللهﷻ فرمایی
ولایغتب بعضکم بعضا
ژباړه : تاسو خپلو منځوکی یوبل پسی خبری مه کوۍ
هرپه عربی پوهیدونکی ددی ایات په مقصد پوهیږی
حدیث شریف کی فرمایی
لافضل لعربیّ علی عجمیّ
عربی ته په عجمی فضیلت نشته
ددی بر عکس په قران اوحدیث کی بعضی دلسی احکام دی چی ابهام اولنډیز پکی وی یاداسی وی چی دبل ایات یا حدیث سره متعارض وی . لکه :
وَالْمُطَلَّقَاتُ يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ ثَلاَثَةَ قُرُوَءٍ
: طلاقه شوی ښځه به دری (قروء)انتظارتیروی
پورته ایات کریمه کی دطلاقی شوی ښځی دعدت بیان دی . ورته یی قروءلفظ ذکر کړی په عربی کی دالفظ حیض لپاره هم استعمالیږی اوطهر(پاکوالی )لپاره هم که اوله معنی تری واخلی مطلب به یی داشی چی طلاقه شوی ښځه به دری حیضه انتظارکوی اوکه دوهمه معنی واخلی نوبیاتری دری طهره تیرول مراددی . اوس نو مشکله داده چی په کومه معنی یی عمل کوی
حدیث :
مَنْ کانَ لَهُ اِمَامٌ فَقِرَاءةُ الاِمَامِ لهُ قِرَاءَ ةٌ
: څوک چی امام پسی ولاړوي دامام قرات دده قرات دی
اوبل حدیث کی دی :
لاصَلوة اِلاّ بِفَاتِحَةِ الْکِتَابِ (بخاری )
: دسورة فاتحی نه غیر لمونځ نه کیږی
اوس به نو څنګه معلوموی چی په کوم حدیث عمل پکار دی .
دقران کریم اواحادیثوڅخه په مسایلو راویستو کی سړی ته دادول ډیری ستونزی رامنځ ته کیږی دحل یوه لارخویی داده چی په خپل عقل اوبصیرت اکتفاوکړی په کوم دی چی زړه غواړی عمل شروع کړی یاخو داچی وګورو پخوانیو اکابرینو علماؤ پکی څه ویلی هغوۍ کی چی بیاڅوک په قرآن اوحدیث زیات پوه وي دهغه به فیصله عمل وکړی .
که دانصاف څخه کار واخستل شی نو اوله رایه زیاته خطرناکه ده اوامکان لری په بعض نازکو مسئلوکی زان دایمان څخه خلاص کړی اودوهم صورت چی داکابرینو علماءکرامو رایی ته وکتل شی ډیره محتاط او ناقابل انکار حقیقت دی کوم علماءچی دقرآن کریم دنزول زمانی ته نژدی وو هغوۍ زمونږ څخه په عقل بصیرت ،تقوی اوعلم کی زیات وو ددی په خلاف مونږ دقران دنازلیدو دزمانی څخه دومره روسته پیداشوی یوچی دقرآن په مکمل پس منظر پوهیدل راته ګران دي نو څنګه به تری مسئله راوباسو.
دپیچیده مسئلی په حل کی چی مونږدکوم عالم رایه منوداتقلید بلل کیږی کومی مسئلی چی بی اختلافه اوڅرګندی وی په هغی کی دتقلید اړتیا نشته
پدی اړه دعلماءکرامو اقوال :
نوربیا