د اماني او آرش ټیمونو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29784

دخبریدو نیټه : 2009-10-10

میرویس جلالزی

د هرات ولایت د فوټبال د الف او ب ډلو تر  منځ سیالیو په دوو لوبو سره دوام وموند.

په لومړۍ لوبه کې چې وړمه ورځ مازدیګر د اماني د فوټبال ټیم او هیواد لوبډلې تر منځ وشوه د اماني ټیم د صفر په مقابل کې په دریو ګولونو سره د هیواد لوبډله له خپلې مخي لري کړه.

دغه راز په دوهمه لوبه کې د آرش د فوټبال ټیم د یو په مقابل کې  په څلورو ګولونو سره  افغان ټیم ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ دمګړې په هرات ښار کې دوام لري او بریالۍ لوبډله به وروسته په کابل کې د افغانستان د ټولو ولایتونو د فوټبال په ګډه سیالۍ کې برخه اخلي.