ډيره موده وشوه چي اجمل کور ته نه وه راغلي مور يي ډيره خفه وه د اجمل دو کور زمونږ د کور په څنگ کي وه د هغه پلار يو معلم وه نسيمه چي د ګل محمد کاکا لور وه د نسيمي يو ورور وه او هغه هم د اجمل انډيوال وه او يو ځاي به سره گرځيده دا چي اجمل لوفر مزاجه او نشيي وه نو ناصر ي هم له ځانه سره سم ليوني کړي وه
جميل د اجمل کشر ورور وه او هغه هم په مکتب کي وه وختو نه تيريده او د ژوندون شمعي په ويلي کيدو وي يو ورځ نسيمه د مکتبه راروانه وه نو په لاره کي جميل وليده ريښتيا هم نسيمه د ښکلاښاپيري وه لوړه ونه شني سترگي اوسپين مخ نو سمه د کوه کاف ښاپيري وه نو ميل ورته په ځير ځير کتل اخير نسيمي ورته لاره پريښوده خو هم دومره ي ورته اويل چي شرميږي نه چي پردو تورو سرو ته ګوري .
خو د جميل زړه د نسيمي سره لاړه او جميل د نسيمي په سوچونو کي ډوب کور ته لاړه
جميل به هره ورځ په لاره کي نسمي ته ولاړ وه او د هغي ننداره به يي کوله .
خواخر د نسيمي هم ورسره مينه پيدا شوه .
د وختونه تيريده او ملاقاتونه به کيده داچي د نسيمي او جميل ورونو انډيوالي وه او يو ځاي به وه په مياشتو مياشتو به نه راتله او ګرځيده نوداسي يو وخت وه چي اجمل او د نسيمي ورور يو ورځ په يو کور اوختي وه او غلا ي کړي وه دا چي ډيري پيسي يي غلا کړي وي نو په خپلو کي يي لانجه راغله او په جنګ کي د اجمل لاس ته چاړه ورغله او هغه يي پري وواهه .
په ټول کلي کي اوازه شوه چي د ګل محمد کاکا ځوي اجمل واواژه د وخت په تيريدو سره اخير د دواړو کورونو تر منځ روغه وشوه خو بيا هم دورور او يا هم د ځوي مرگ ډير زور لري . نسيمي په زړه کي ورته اچولي وه چي ګورم به درسره .
نو يوه شپه چي جميل چيرته تللي وه او اجمل چي د خپلي حجري په مخ کي يي کټ اچولي وه نو د ماښام څخه نسيمي ليدلي وه او په زړه کي يي ورته اچولي وه .
د شپي ١٢ بجي وي چي نسيمه راغله او لکه ليوني چاړه يي په لاس کي وه او ځان يي کټ ته راورساو .
نو بي له څنډه يي په چاړه په کټ کي په پروت سړي واروکړ او د وارسره د پروت سړي د خولي څخه يوه بي دريغه چغه اوته نسيمي په ډير زور سره پري دويم وار وکړه او د دويم وار سره د نسيمي د خولي نه چغه اووته او وي ويل اخ دامي څه وکړه نو ګوري چي جميل په کټ کي په سرو وينو پروت وه او د سور پالنګ خوبونه يي ګور ته يوړل او بي ګناه ددي دونيا نه لاړه .
مرام راډيو دفتر