سرچینه: امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: فریادالله
امریکایی نیویارک ټایمز ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړي ده.
امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د وضعیت په اړه د جنرال مک کرستل د څیړنې په باب یو تحلیلي مطلب خپور کړی چې په یوې برخې کې یې راغلي دي، جنرال مک کریستل له دې مسلې اندیښنه لري چې د بارک اوباما یوشمیر لوړرتبه سلاکاران استدلال کوي چې ګواکې طالبان دامریکا متحده ایالاتو ته مستقیم ګواښ ندي. خو اساسی پوښتنه داده چې ایا تاسو غواړئ چې طالبان په افغانستان کې په قدرت کې وي؟ که داشی نه غواړئ نو په هغه صورت کې باید دهغوی په وړاندې د شورش ضد مبارزې څخه کار واخیستلای شي.
نیویارک ټایمز د دې مقالی په پای کې د بروکینګس په تحقیقاتي موسسې کې د بروس ریدل له قوله چې دافغانستان او پاکستان لپاره داوباما د ستراتیژی د څیړنې د ډلې مشري کوله لیکلي چې ښاغلی اوباما دې ته اړتیا لري چي هرڅومره ژر تصمیم ونیسي څوله یوې خوا د خپلو متحدینو اعصاب ارام کړي او له بلې خوا طالبانو ته داواضح کړي چې امریکا له افغانستانه نه وځي.