ټایمز: د افغان پوځ بي تجربه روزونکي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29897

دخبریدو نیټه : 2009-10-14


ټایمز: د افغان پوځ بي تجربه روزونکي


سرچینه: د لندن تایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د انګلستان چاپ،  ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د ملي اردو په اړه  یوه مقاله خپره کړي او په یوه برخه کې یې راغلي چې امریکا او غرب په اوسني حال کې  په دې  لټه کې ده چې هر څومره چټک چې کیدای شي باید د افغان ملي اردو شمیره لوړه شي تر څو له بهرنیو سرتیرو څخه ډیر مسولیتونه واخلي.

امریکا او غرب په خپل دغه کار سره غواړي چې د افغانستان په جګړه کې د خپلو انساني تلفاتو شمیره چې په دې ورستیو کې لوړه شوي ده را  ټیته کړي.

ورځپاڼه کاږي چې افغان ملي اردو نه په سمه توګه روزنه تر لاسه کوي اونه هم ورته کافي تجهیزات په واک کې ورکول کیږي تر  څو په اغیزمنه توګه د القاعدې او طالبانو پر وړاندي وجنګیږي.

ټایمز ورځپاڼه د کابل په ختیځ کې د پخواني شوروي د وخت په پوځي  روزنیز مرکز کې هغو په زرګونو تنو سرتیرو ته اشاره کوي چې د بهرنیو روزونکو له خوا ورته پوځي زدکړه ورکول کیږي.

ورځپاڼه لیکي چې بهرني روزونکي په ډیره بیړه سره له افغان روزونکو سره یو ځای تازه دمو سرتیرو ته زدکړه ورکوي په داسي حال کې چې د زدکړې  اغیزمنتوب د بیړې په حالت کې خورا کم دی.

ورځپاڼه یوه بله نیمګړتیا هم را اخلي او وایې چې د ملي اردو په دغه روزنیز مرکز کې چې د کابل د نظامي زدکړو د مرکز په نامه نومول شوی، هغه افغان روزونکي سرتیرو ته زدکړې ورکوي چې په پخواني شوروي کې یې  زدکړي کړي او له  القاعدې او طالبانو سره دجګړې د تکتیکونو څخه بي خبره دي او په اوسنی جګړه کې د شوروي د وخت پوځي مهارتونه چندان اغیزمنتوب نه لري.


پتیل شوي چې تر ۲۰۱۴ کال پوري د افغانستان د ملي پوځ د سرتیرو شمیره ۲۴۰ زرو ته ورسول شي او په دغه برخه کې د امریکې متحده ایالتونو د مالي سرچینو د برابرولو ژمنه کړي.