اشیا ټایمز: القاعده تر طالبانو مفلسه ده
سرچینه: اشیا ټایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د آشیا ټایمز ورځپاڼي له یو شمیر نورو غربي معتبرو ورځپاڼو په نکل د امریکې د خزانې د مرستیال وزیر ورستۍ څرګندوني په یوه مقاله کې را اخیستي چې ویلي یې وو د القاعدې ډله د مالي سرچینو له کمښت سره مخ شوي ده خو طالبان په ښه مالي وضیعت کې قرار لري.
ورځپاڼه لیکي چې په روان حالت کې د طالبانو مالي وضع د القاعدې ډلي په پرتله ښه ده او د اسامه بن لاډن په مشرۍ د القاعدې ډله د نن په څیر هیڅ کله هم نه وه بي پیسو شوي.
اشیا ټایمز لیکي چې د القاعدې ډلي مشرانو هم په تیرو څو میاشتو کې په وار وار په دغه مسله اعتراف کړی چې د پیسو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي او له همدې امله یې نفوظ ورځ تر ورځي کمزوری کیږي.
یو شمیر اسلامي بانکونه، خیریه ټولني او بډایه اسلامي ملکونه هغه سرچینې وي چې د القاعدې ډلي ته به یې پیسې برابرولي خو په تیرو دوو کلونو کې د امریکې او سعودي عربستان په ګډون یو شمیر هیوادونو د ګڼو هغو اسلامي بانکونو او خیریه ټولنو حسابونه کنګل کړل چې دوي پرې له القاعدې ډلي سره د مالې ارتباط شک کاوه.
اشیا ټایمز لیکي چې د القاعدې شبکې بر عکس د طالبانو ډله دمګړۍ په ښه مالي حالت کې قرار لري او له نورو سرچینو پرته، کوکنار یوه بله هغه منبع ده چې طالبان ترینه ډیري پیسې تر لاسه کوي .
ویل کیږي چې دمګړۍ د طالبانو د نفوذ لاندي سیمو کې په غټه پیمانه کوکنار کرل کیږي او د کوکنارو په دغه کرکیله کې بزګران، دمخدره توکو قاچاقبر او طالبان شراکت لري.