یدیعوت احرونوت: مسجدالاقصی د ونړول شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29899

دخبریدو نیټه : 2009-10-14

یدیعوت احرونوت:  مسجدالاقصی د ونړول شي


سرچینه: یدیعوت احرونوت

عربي ژباړه : میرویس جلالزی


د اسرایلو چاپ یعدیعوت احرونوت ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کې له یوه اسرایلي سازمان څخه په حواله لیکلي چې وایې د اقصی جومات باید ونړول شي او نوموړی جومات باید مکې معظمې ته یعني  هغه ځای چې مسلمانانو ته ډیر سپیڅلی دی انتقال شي.

ورځپاڼه لیکي چې دغه سازمان دا وړاندیز ځکه کړی چې د اقصی جومات پر سر د فلسطنیانو او اسرایلو رواني لانجې ته د پای ټکی  کیښودل شي.

ورځپاڼه لیکي چې د مسجدالاقصی او او قبه الصخره باید یو له بل څخه بیل کړای شي تر څو د مسجدالاقصی ډبري مکې معظمې ته انتقال کړای شي.

یدیعوت احرونوت د ( سرې) په نامه د اسرایلي سازمان له مشر یهودا اعتصیون څخه په نکل چې یو مهال یې د قبه الصخره د الوزولو پلان درلود په حواله لیکي چې که چیرته اسرایل و نه توانیږي چې دغه دوه ځایونه سره بیل او مسجد الاقصی له دغې سیمې انتقال کړي نو ډیر ژر به دغه تاریخي ځایونه له مینځه یوړل شي.

نوموړي دا مشخصه نه کړه چې دغه محلات به د چا له خوا له مینځه یوړل شي.

مسجد الاقصی د مسلمانانو یو سپیڅلی محل دی چې د ټولي نړۍ مسلمانان ورته سخت درناوی لري.

فلسطنیان چې دمګړۍ یې  ډیره خاوره د اسرایلو له خوا لاندي شوي ادعا کوي چې په بیت المقدس کې پروت دغه سپیڅلی محل د دوي د خاورې یوه برخه ده خو اسرایل دا خبره نه مني او د دغې بنا پر سر خونړۍ نښتې هم شوي او لا هم رواني دي.