افغان تکواندو کاران د ډنمارک نړیوالو سیالیو ته ور ورسیدل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29907

دخبریدو نیټه : 2009-10-14

میرویس جلالزی


د افغانستان د تکواندو وتلې څیرې د  ډنمارک په پلازمینه کوپنهاګن کې د تکواندو نړیوالو سیالیو ته د ګډون په موخه دغه هیواد ته رسیدلي دي.

دغه سیالۍ پرون د ۱۴۰ هیوادونو د ۱۱۱۶  وتلو  تکواندوکارانو په ګډون د کوپنهاګن په بالراپ سوپرارینا ورزشي صالون کې پیلې شوې.

په دغو سیالیو کې د افغانستان دوه لوبغاړې روح الله نیک پاه او حسن رضایې برخه لري.

ویل کیږي چې په هره وزني کټګورۍ کې به ۸۰ ورزشکاران یو له بل سره سیالي کوي.

افغانان تمه لري چې د دوي د ملي ټیم تکړه لوبغاړې له دغو سیالیو څخه ډک لاس هیواد ته را ستانه شي.
د یادولو وړ ده چې افغان لوبغاړی روح الله نیک پاه په دې وتوانید چې د بیجنګ په نړیوال جام کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان  ته د المپیک مډال راوړي.

افغان اتل روح الله نیک پاه