افغان ولسمشر د درغلیو له نظره تر فشار لاندې دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29947
ژباړه: عبدالحمید ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2009-10-18

لیکوال: هیدي وت د اسوشیند پرس لیکوال

کابل- په افغانستان کې د ټاکنو کړکېچ د شنبې په ورځ هغه مهال لا ژور شو کله چې ولسمشر کرزي د نړیوالو فشارونو په وړاندې د درغلیو د نظریې په نه منلو چې دی به له خپل وتلي سیال سره د ټاکنو دویم پړاو ته وباسي مقاومت کاوه.
د راپورونو په حواله درې نور امریکایان چې د خدمتونو د څانګې غړي و په بېلابېلو چاودنو کې هغه مهال ووژل شول، کله چې امریکې متحده ایالاتو او نړیوالو شریکان یې غواړي د افغانستان د سیاسي کشالې لپاره چې د افغان حکومت مشروعیت او په راتلونکې کې د امریکې په مشرۍ پوځي ماموریت یې ګواښولئ، کومه حل لاره ومومي.
تمه کېده چې د ماهرانو یوې جرګه ګۍ چې ملګرو ملتونو یې ملاتړ کاوه، د شنبې په ورځ د پراخو درغلیو د تورونو د څېړنې موندنې، چې دېری یې د زمري د میاشتې د ۲۹ مې په ټاکنو کې له ولسمشر کرزي سره تړاو لاره خپاره کړي. لومړنیو پایلو داسې ښودله چې ولسمشر کرزی د ۵۴ ٪ څخه د زیاتو رایو په ګټلو ګټونکی و.
کېدای شي چې اوس هم کرزی له خپل اصلي سیال عبدالله سره، که چېرې د ټاکنیزو شکایتونو جرګه ګۍ د ولسمشر ډېرې رایې بې اعتباره او تر ۵۰٪ یې راټیټې کړي، د دویم ځل ټاکنو سره مخ شي.
د سرچینو په حواله، د ټاکنیزو سرټکونو د کمیسیون موندنې د دې لپاره چې غړو یې د شنبې ورځ د افغانستان د خپلواک کمیسیون له چارواکو سره په خبرو اترو او د رایو په بیا شمېرلو کې تېره کړه، وځنډېدې.
مخکې تر دې چې د جرګه ګۍ موندنې خپرې شي کرزي یې د منلو څخه ډډه کوله، که څه هم چې د ده د ټاکیزو مڼډو ترړو کارکوونکي ډاډه وه چې د ولسمشر رایې به تر ۵۰٪ را ټیټې نشي چې دا د دویم ځل ټاکنې اړتیا له منځه یوسي.
د کرزي موقف هغه اندېښنې راپارولي چې ګواکې دی به د شکایتونو د کمیسیون موندنې وننګوي او د ټاکنو د ګټونکي اعلان یا به د دویم ځل ټاکنو مهالوېش وځنډوي.
د افغانستان قانون د درغلیو د تورونو په هکله د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون چې ملګري ملتونه پکې برلاس لري، د وروستي قضاوت کوونکې جرګې په توګه پېژني. په هر حال، د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د کرزي ملاتړ کوونکي چې باید د دویم ځل ټاکنو اعلان وکړي استدلال کوي، چې د نمونه وي رایو بیا شمېرنه د شکایتونو د نورمال بهیر څخه جلا خبره ده او وروستۍ خبره د شکایتونو د جرګه ګۍ په لاس چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي، نده.
د دویم ځل ټاکنې باید د ژمي تر راتګ دمخه چې معمولا په نومبر کې پیلېږي، تر سره شي. کله چې په لارو ګودرو واوره ولوېږي، د دویم ځل ټاکنې به پسرلي ته پاتې وي چې هېواد به د څو میاشتو لپاره پداسې حال کې چې طالبان پیاوړي کېږي، په سیاسي خلاء کې پاتې شي.
لدې ډاره چې سیاسي کړکېچ به لا بد شي، بان کي مون د ملګرو ملتونو عمومي منشي، هېلاري کلنټن د امریکې د بهرنیو چارو وزیره او ګورډن براون د بریټانیا لومړی وزیر، دواړو کرزي او عبدالله ته د ټلفون په لیکه ویلي دي چې د دغې شخړې په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړي.
برنارد کوچنر د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، امریکایي سناتور جان کېري د امریکې د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو د کومیټې رییس او زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا ړومبنی سفیر د شنبې په ورځ کابل ته له افغان مشرانو سره د خبرو اترو لپاره راغلي و.
د امریکې د متحده ایالاتو د سفارت د یوه چارواکې په حواله چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د خپل نوم له اخیستلو ډډه وکړه وویل چې کېري نواماندانو ته، د یوې مشروع پایلې د اړتیا سپارښتنه وکړه.
د خپراوي لپاره په ثبت شويو تبصرو کې د سي ان ان د (اتحادیو هېواد) په پروګرام کې کېري وویل چې، (شونی به نه وي چې امریکې به سیمې ته د ښه حکومت د ماموریت د لاسته راوړلو لپاره، پداسې حال کې چې د افغان ټاکنو پایلې مالومې ندي اضافي عسکر ولېږي.
د فرانسې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویل شوي دي چې ښاغلي کوچنر کابل ته د خرابې وضعې په شتون کې چې د ټاکنو له امله منځته راغلئ، له ټولو خواوو وغوښتل څو د بهیر د بیا کتنې په پام کې نيولو سره د هېواد د ګټو مراعات وکړي.
په ورته وخت کې، بهرنیو استازو له دواړو نوماندانو څخه وغوښتل چې د واک د وېش یوې معامله کې دې د دویم ځل د ټاکنو له لوړو لګښتونو څخه مخنیوئ وکړي.
هغه چارواکي چې د خبرو اترو لړۍ ورته مالومه ده وایي، چې دواړه غاړې د خبرو له تفصیلاتو لېرې ښکاري او دا هم مالومه نده چې د واک وېش دې بنسټیز حل وي. د موضوع د حسیاست لپاره دغو چارواکو خپل نومونه څرګند نکړل.
محمد معین مرستیال د ولسي جرګې غړی او د کرزي له پلویانو څخه وایي چې، دوی غواړي موږ یو ایتلافي حکومت (پیاوړی حکومت) جوړ کړو. کرزي موافقه کړې ده چې د پایلو تر اعلان وروسته ټولو سیاسي شخصیتونو ته فرصت ورکوي چې په حکومت کې راګډ شي خو د پایلو د اعلان څخه مخکې نه.
وحید عمر د کرزي د کمپاین ویاند وایي چې ولسمشر به د سیاسي معاملې په نامه د ټاکنو په پایلو هېڅ جوړجاړي ونکړي.
ستار مراد د عبدالله د کمپاین رییس وویل چې د دوی ټیم د ټاکنو په وروستیو پایلو تمرکز لري، او تر څو یې چې لاسته راوړي نه وي دوی غبرګون نه ښیي.
دغه سیاسي کړکېچ په جګړو کې د چټک زیاتوالي سره سمون لري.
د ناټو د یوې خبرپاڼې په حواله دوه امریکایي عسکر د جمعې په ورځ د هېواد په ختیځ کې ووژل شول او دریم امریکایی چې د خدماتو غړی و د هېواد په سهیل کې په ورته ورځ مړ شو.
د اسوشیتد پرس په حواله، د دغو امریکایانو مړینه د امریکا د خدمتونو د څانکې د غړو د مړو شمېره ۲۸ ته لوړوي چې په روانه میاشت په افغانستان کې مړه شوي دي.

رحیم فایض او تاد پیتمن د اسوشیتد پرس لیکوالانو په دغه راپور کې مرسته کړې ده.
لینک: http://news.yahoo.com/s/ap/as_afghanistan