ټایمز: اکمالات تر سیاست ستونزمن دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29984

دخبریدو نیټه : 2009-10-19

ټایمز: اکمالات تر سیاست ستونزمن دي

سرچینه:  ټایمز ورځپاڼه


ژباړه او  ترتیب: میرویس جلالزی

د ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو اکمالات د افغانستان له سیاسي حالت سره پرتله کړي دي او لیکي چې په افغانستان کې اکمالاتي عملیات د دغه هیواد تر سیاسي عملیاتو  ډیر ستونزمن دي.

ورځپاڼه کاږي چې افغانستان ته د اضافي امریکایې سرتیري د استولو پریکړه تر هغه څه ډیره اسانه ده چې دغه هیواد ته د زرګونو تنو سرتیرو د استولو عملیات نومیږي.

د ټایمز په لیکنه چې افغانستان ته د تازه دمو په زرګونو سرتیرو داخلولو  ډیره ستونزمنه مسله ده .

ورځپاڼه وړانډي لیکي چې که چیرته د امریکې ولسمشر بارک اوبهاما په افغانستان کې د ناټو او امریکایې ځواکونو د قوماندان جنرال ستنلي مک کریستال هغه وړاندیز ومني چې افغانستان ته یې ۴۰ زره نور سرتیري غوښتي، دا به ډیره ستونزمنه وي چې دغه سرتیري په خوندي توګه افغانستان ته انتقال شي او ښایې دغه پروسه یو کال وخت ته اړتیا ولري.

ټایمز لیکي چې لومړی ستونزه په افغانستان کې د خوندي بندرونو او هوايي ډګرونو نه شتون دی.

د ورځپاڼې په بار دوهمه مسله د تازه دمو سرتیرو پر وړاندي د دښمن مخ پر زیاتیدونکی خطر دی.

ویل کیږي چې دمګړۍ طالبان د افغانستان په یو شمیر زیاتو سیمو واکمن دي او دغه هیواد ته یې د تازه دمو سرتیرو د استولو پروګرام ستونزمن کړی دی.

په افغانستان کې د امریکې د لوجوستیکي عملیاتو یوه چارواکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي د ټایمز ورځپاڼي ته ویلي چې امریکا دمګړۍ په افغانستان شاوخوا ۱۸۰ د تلاشۍ پوستې او نور پوځي مراکز لري چې د دغو مرکزونو اکمالات له ۳۰  څخه تر ۴۰ فیصدو پوري د هوا له لاري صورت مومي او دا کار  له مالي پلوه ډیر ستونزمن دی.

نوموړي ځمکنۍ لاري ډیري خطرناکي او د سر په درنده بیه تمامیدونکي په ګوتو کړې.