اسوشیډپرس :
لیکوالان: اني ګیران او متي لي
واشنګټن- په افغان ولسمشر حامد کرزي باندې د امریکې متحده ایالاتو د چهار شنبې په ورځ فشار راوړ چې د امریکایي سرتېرو زیاتوالی به په افغانستان کې د بیا ځل بریالۍ ټاکنې اغېزمنې کړي او دا چې د ولسمشر کرزي او د هغه د سیال تر منځ د واک وېش به امریکې ته د منلو وړ وي.
یو ایتلافي حکومت یا نور سیاسي جوړجاړي چې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر پکې شامل دی، د کرزي په وړاندې چې تمه کېږي د بیا ځل ټاکنې ګټي د یوه لوی خڼډ په توګه برابرېدلای شي.
ولسمشر بارک اوباما او سناتور جان کېري چې په کابل کې د چهارشنبې په ورځې یې له کرزي سره په خبرو کې د خپلې ادارې په ګټو باندې ټینګار کاوه سپارښتنه وکړه چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د زیاتوالي بندوبست به د افغان ولسمشر د سلوک له امله اغېزمن شي.
د کرزي تد په فساد لړلی حکومت د طالبانو د بیا راتګ له کبله پړ بلل کېږي چې افغانان ورته زړه نه ښه کوي. په افغانستان کې د اګسټ د میاشتې ملي ټاکنې د ډېرې درغلی له امله چې له څلورو یوه برخه رایې پکې ایسته وغورځول شوې زیامنې اعلان شوې او امریکا ته وسیله جوړه شوه چې له عبدالله سره د کرزي د بیا ځل ټاکنو باندې فشار راوړي.
کېري چې ناستو یې له کرزي سره د اونۍ په وروستیو کې د بیا ځل ټاکنو ته لاره پرانیسته په سپینه ماڼۍ کې له اوباما سره له مجلس وروسته وویل چې د ولسمشر د سرتېرو د پیاوړتیا پرېکړه باید د ټاکنو د پایلو تر مالوميدو وروسته ته وځڼډېږي. اوباما پخپله په یوه تلویزیوني مرکه کې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د بیا ځل ټاکنو د پایلو تر مالومېدو به د عسکرو د لېږلو پرېکړه اعلان نکړي.
دواړو ویناوو چې په افغانستان کې د سرتېرو د پیاوړتیا پرېکړه د بیا ځل ټاکنو په پایله ډډه کوي په کرزي باندې د زیات فشار راوړل و.
سناتور کېري وویل چې هېڅ مانا نلري چې اوباما دې افغانستان ته د نورو عسکرو د لېږلو پرېکړه مالومه کړي او د ټاکنو په پایلو خبر نه وي. موږ واقعاْ غواړو چې پوه شو هر څه مالوم شول او غواړو پوه شو چې پایله به څه کېږي.
چارواکي وایي چې د اوباما پرېکړه له کرزي سره د ورکو سیاسي حالاتو په سر د امریکا په خبرو اترو پورې اړه لري. څو تنو چارواکو ټینګار وکړ چې د سرتېرو د لېږلو د پلان پرېکړه په څرګنده په کرزي باندې د زور په اچولو نه و کارول شوي چې د لومړي ځل جنجالي ټاکنو پایلې ومني خو، په افغانستان کې مېشت یوه امریکایي چارواکي وویل چې امریکا د اوباما د سرتېرو د لېږلو بندوبست په کرزي باندې د فشار د یوې وسیلې په توګه کارولي و.
دغه چارواکي خپل نوم ونښوده ځکه چې اوباما لا د زرګونو سرتېرو د غوښتنې په هکله د لېږلو په موافقې اعلان ندی کړئ. کرزي او عبدالله د افغانستان له درغلیو ډک ملي ټاکنو د اونیو اونیو خوابدیو وروسته په بیا ځل ټاکنو روغه کړې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند یان کېلي د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې امریکه به د واک د وېش په سر د معاملې مخالفه نه ده خو دا د هغه تر مشروعیت او دا چې څنګه تطبیق کېږي اړه لري. داسې ښکارېده چې اوباما د چهارشنبې ورځې روانو خبرو اترو ته اشاره کوله.
زه فکر کوم چې اوس هم لا د هغه څه په میندلو یو چې په افغانستان کې به دا ټول بهیر څنګه راوغوړېږي. له MSNBC سره په مرکه کې اوباما دغه ټکۍ څرګند کړ.
پداسې حال کې چې امریکایي چارواکو د دې خبرې په وړاندې چې د واک د وېش معامله به د افغانانو څخه وي نه د امریکې لخوا، په په ډېرې ځیرکتیا امریکایي چارواکو ته څرګنده وه چې د کرزي لخوا په سړښت د بیا ځل ټاکنو منل به ښایي چې پخپل ذات کې کافي شافي نه وي.
په عامه توګه کرزي او عبدالله د واک وېش سره هېر کړئ دی خو د سه شنبې په ورځ د بیا ځل ټاکنو تر اعلان او له هغه مخکې پدې هکله د خصوصي خبرو اترو راپورنه راغلي دي. اوباما سره د مجلس نه وروسته سناتور کېري د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې ده (کرزي) له ما سره د ایتلاف د موضوع په سر خبرې ونکړې او نه ما هغه ته د ایتلاف د یادولو هڅه وکړه.
احتمالا دا سم نه و چې دا موضوع مو پورته کړې وای او افغانانو په انګېرلي و چې امریکا د دې فرصت په راوستلو کې مرسته کوي. خو کېري د دې خبر ورکړ چې دغه موضوع په کابل کې تر بحث لاندې وه او کېدای چې دا نن به هم د کرزي او عبدالله د ټیمونو تر منځ پدې هلکه خبرې اترې شوې وي.
د چهارشنبې په ورځ له اسوشیتد پرس سره په مرکه کې کېري وویل چې له کرزي سره خبرو اترو شدت موندلئ دی. کېري زیاته کړه چې، باور وکړئ ما یې څو ځله هڅه وکړه. ده زیاته کړه چې، دوی سره ډېر عاطفي او احساساتي و او یو وخت ډېر تاوده، هېڅ یې سره غصه نکوله، تل به بحث شدت مونده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه بل ویاند وویل چې د عبدالله په ټیم کې ایتلافي حکومت یا د واک وېش ته لېوالتیا څرګندېده او په عام محضر کې د ولسمشر کرزي له انکار سره سره، د ده ځینې ملګري د بیا ځل ټاکنو د پایلې په هکله اندېښمن و او غوښتل یې چې پدې نظریې له سره غور وکړي.
دغه چارواکې وویل چې امریکه به هر هغه لاره چې د افغانانو سترګو ته د یوه باوري حکومت جوړولو ته لاره پرانیزي ملاتړ وکړي. دغه چارواکي د خپل نوم له ښودلو ډډه وکړه پدې چې دغو خبرو په امریکا پورې اړه نلرله. دا کېدای شي د یوه ایتلافي حکومت یا د واک د وېش بندوبست وي چې جوړ شي او د بیا ځل ټاکنو اړتیا له منځه یوسي یا هغه حکومت چې د بیا ځل ټاکنو په پایله کې منځته راغلئ وي.
خو، په افغان اساسي قانون کې د ایتلافي حکومت لپاره ترتیب نشته او دا هم مالومه نده چې داسې یوه معامله به ثبات ولري او څنګه به پلې شي. د امریکا لپاره تر ټولو نږدې مهم هدف د کرزي لخوا د ټاکنیز کمیسیون د پایلو منل او تشخیص و چې دغه سیاسي کرخت حالت باید حل شوئ وای.
http://news.yahoo.com/s/ap/20091022/ap_on_go_pr_wh/us_us_afghanistan