رویټرز :اروپا افغانستان ته د سرتېرو په لېږلو زړه وهي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30322
ژباړه عبدالحمید ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2009-11-04


لیکوال: روس کول وېن
واشنګټن- رویټرز- اروپایي هېوادونه ښایي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو په لېږلو کې ګډون ونکړي، دغه موضوع د اروپا د کمیسیون رییس د سه شنبې په ورځ، پداسې حال کې چې ولسمشر اوباما پدغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو زیادښت باندې غور کوي، یاده کړه.
په ډېرو اروپایي هېوادونو کې د نظر پوښتنو غوڅ اکثریت ښیي چې له افغانستانه د سرتېرو د رایستلو ملاتړ کوي، خو د طالبانو او القاعدې د بغاوت د مبارزې لپاره د نوې سټراتېژۍ د یوې برخې په توګه، د ناټو او امریکې لوړپوړی پولندوی تر ۴۰.۰۰۰ نورو سرتېرو د زیاتوالي سپارښتنه کړې.
اوس، اوس په افغانستان کې ۶۷.۰۰۰ امریکایي او ۴۲.۰۰۰ د نړیوال ایتلاف سرتېري ځای پر ځای دي. بریټانیا، جرمني، فرانسه، ایټالیا او پولینډ د سرتېرو تر ټولو لوی مرسته کوونکي هېوادونه دي چې ترکیب یې ۲۱.۰۰۰ سرتېرو ته رسېږي.
قسم دی، په اروپا کې افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو کومه لېوالتیا نشته. دا په اروپا کې د عامه افکارو وضعیت دی. جوس مانوېل د اروپا د کمیسیون رییس په واشنګټن کې دا خبره وکړه.
اروپایي وزیرانو ویلي دي چې دوی تمه کوي چې د نوو سرتېرو ژمنه به په دسمبر کې د ناټو هېوادونو د بهرنیو وزیرانو په ناسته کې یاده شي.
بوروسو وویل چې دی به د سه شنبې په ورځ له اوباما سره د یوې بشپړې ستراتېژۍ په سر چې د حکومت په ودې او د افغان امنیتي ځواکونو په لا روزنې تمرکز ولري خبرې کوي.
ولسمشر حامد کرزی چې د یوې بلې پنځه کلنې مودې لپاره له درغلیو ډکو ټاکنو کې بریالی شو، له ټولو دمخه د ټېلفون په کرښه له اوباما څخه واورېدل چې واشنګټن له ده تمه کوي چې د فساد په وړاندې مبارزه وکړي او یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کاندي.
غواړو وګورو چې دی به څوک پخپل حکومت کې ولري. دغه ټکی د بهرنیو چارو وزارت ویاند یان کېلي د سه شنبې په ورځ تکرار کړ. موږ به له ده سره د خپل حکومت د ودې په یوې برخه کې مرسته وکړو چې هغه له فساد سره مبارزه ده.
اوباما د افغانستان لپاره د امریکې د ستراتېژۍ د بیا کتنې ناستې له خپلې امنیتي ډلې سره تر سره کړي دي او پدغه هېواد کې د خپل لوړپوړي پولندوي جنرال مک کریسټال د نورو سرتېرو د لېږلو په غوښتنې غور کوي.
د فشارونو په وړاندې کلک درېدل
اوباما د جمهوري غوښتونکو لخوا د فشارونو پّ وړاندې چې مخ په وړاندې ګړندی شي کلک ودرېد. پداسې حال کې چې سپینه ماڼۍ په تکرار سره ټینګار کړئ دی چې اوباما په ستراتېژۍ کې د پراخ بدلون راوستل په پام کې لري، خو امریکایي رسنیو پدې موضوع چې څومره نور سرتېري به د هغې جګړې لپاره چې په امریکایانو کې مخ په زیاتېدونکې توګه ملاتړ له لاسه ورکوي ولېږل شي تمرکز لري.
د سپینې ماڼې ویاند رابرټ ګېبس هغو پوښتنو ته د ځواب ویلو څخه چې آیا اوباما به پخپله وینا کې خپله پرېکړه اعلان کړي ډډه وکړه خو زیاته یې کړه چې ولسمشر پوهېږي چې امریکایانو ته دا مهمه ده چې پوه شي چې ده ولې دا پرېکړه کړې ده.
ګېبس زیاته کړه چې: زه انګېرم چې دی به د خپلې پرېکړې په اړه د امریکایانو لږ پام وساتي.
له باروسو او نورو اروپایي چارواکو سره تر ناستې وروسته، اوباما غوښتل له مرستیال ولسمشر جو بایدن او دفاع وزیر رابرټ ګېټس سره د سپینې مانۍ په اوال دفتر کې خبرې وکړي.
ګېبس داهم وویل چې اوباما به د افغانستان په هکله له خپلې امنیتي ډلې سره اتمه ناسته هم په څو راتلونکو ورځو کې تر سره کړي. ده زیاته کړه چې د اوباما د ستراتېژۍ پلي کولو ته لا څو اونۍ پاتې دي چې ولسمشر به یې په راتلونکو اونۍ کې آسیا ته له خپل لس ورځني سفر مخکې اعلان کړي.

لېنک: http://news.yahoo.com/s/nm/20091103/ts_nm/us_afghanistan_usa_eu