نیویارک ټایمز: جنرال دوستم او مارشال به ونیول شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30340

دخبریدو نیټه : 2009-11-04


نیویارک ټایمز: جنرال دوستم او مارشال به ونیول شي


سرچینه : نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی


د نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې  په افغانستان کې  د جنګي مجرمینو او فساد کارانو د نیولو په اړه یوه مقاله خپره کړي ده.

نیویارک ټایمز لیکي، ادارې فساد هغه مسله ده چې د امریکې دولت او نور غربي هیوادونه یې د افغانستان له نوي حکومت څخه د جرړو د ایستلو غوښتنه کوي او که چیرته د ادارې فساد بیخ و نه ایستل شي نو نړیوال مرستندویان به د حامد کرزي له نوي حکومت سره خپلو مرستو ته دوام ور نه کړي.

د امریکې د دفاع وزارت مرستیال هم ورځپاڼي ته ویلي چې که چیرته د اوس په څيرر د افغانستان په حکومت کې ادارې فساد دوام ومومي نو امریکا به له نوي فاسد حکومت سره د خپلو مرستو دوام ته زړه ښه نه کړي.

نیویارک  ټایمز له یو شمیر امریکایې چارواکو څخه چې نومونه یې  نه دي اخیستل شوي په نکل کاږي چې د امریکې دولت پلان لري چې یوه داسي اداره رامنځ ته کړي چې په افغان دولت کې شته فساد کار چارواکي ونیسي.

دغه اداره به له بهرنیو متخصصینو او افغان کارپوهانو او څيړونکو جوړه وي چې په خپل صلاحیت به د افغان عالي رتبه چارواکو د توقیف صلاحیت هم ولري.


سرچینې وایې، په هغو کسانو چې د حامد کرزي په کابینه کې  د فساد او انسان وژني ډیر تورونه موجود دي د هغه مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم او جنرال دوستم دی.

په دغو دوو کسانو د ادارې فساد او قتلونو مکررې دوسیې د بشري حقونو او په کور دننه حکومتي ادارو په لاس کې موجودي دي.

جنرال دوستم په شمال کې د زرګونو تنو طالبانو په وژلو تورن دی او په مارشال فهیم دا تور دی چې په ملیونونو  ډالره  یې د خپل ماموریت پر مهال ( دفاع وزیر) غلا کړي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکې دولت د افغانستان په ادارې تشکیل کې د ادارې فساد پر ضد په جوړو شویو ادارو بسنه نه کوي او د د غو ادارو یو شمیر کلیدي چارواکي په خپله په ادارې فساد کې ښکیل بولي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د امریکې دولت په کرزي فشارونه اچولي او د انتخاباتو د پایلې تر اعلام دمخه یې له هغه څخه تعهد هم اخیستی دی چې په خپله کابینه کې به داسي کسان په دندو ګماري چې په ادارې فساد ککړ نه وي.

ادارې فساد هغه مسله ده چې حامد کرزی یې هم په خپل  حکومت کې په شتون اعتراف کوي او د افغانستان په لمن یې تور داغونه لګولي دي.