نیویارک ټایمز: کرزی فاسد دی، خو زمونږ ملګری دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30365

دخبریدو نیټه : 2009-11-05

سرچینه نیویارک  ټایمز ورځپاڼه

ژباړه : نتکۍ

د نیویارک ټایمز  ورځپاڼي په خپله ننۍ ګڼه کې د افغانستان د انتخاباتو په اړه د فرانسې د باندنیو چارو د وزیر برنارد کوچنر څرګندوني خپري کړي دي.

کوچنر په خپلو څرګندونو کې د افغانستان منتخب ولسمشر یو فاسد کس په ګوتو کړی خو اروپا او ناټو یې له هغه سره ملګرتیا ته ور بللي ده .

کوچنر ورځپاڼي ته ویلي: (( کرزی یو فاسد ولسمشر دی، خو په هر صورت زمونږ  سړی دی او مونږ باید له هغه سره په ګډه کار وکړو او هغه ومنو)).

نیویارک ټایمز  لیکي چې ښاغلي کوچنر په امریکایې ولسمشر بارک اوبهاما هم نیوکه کړي چې غواړي د افغانستان په اړه نوي ستراتیژي اعلام کړي خو له فرانسې او د ناټو له نورو متحدینو سره یې په دې برخه کې هیڅ راز مشوره نه ده کړي او همدا لامل دی چې د ناټو متحدین اوس په تیاره کې  پاتې دي.

کوچنر په خپلو خبرو کې ویلي:

موخه څه ده ؟

تګ لاره څه ده ؟

او دې ته څه نوم ورکوﺉ؟

کوچنر همدا راز ویلي چې امریکایان چیرته دي  او په کومه لار روان دي او مونږ هم اړ یو چې په افغانستان کې د امریکې په کړنلارو او ستراتيژیو خبر شو.

حامد کرزی د تیرې سه شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د هغه نږدې رقیب ډاکټر عبدالله عبدالله په دوهم ځلي انتخاباتو کې له ګډون څخه پښې سپکې کړې.

نیویارک ټایمز کاږي چې کوچنر کابل ته په خپل  وروستي سفر کې له حامد کرزي سره د لیدو پر مهال هغه ته نهه ټکې ور په ګوتو کړي چې په هغو کې یو هم په نوي حکومت کې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره کار کول دي.

کوچنر ویلی چې له حامد کرزي سره باید کار وکړو دا ځکه چې په افغانستان کې بل الترنتیف د اوس لپاره موجود نه لیدل کیږي.