لنډه کيسه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30431
ساپۍ
دخبریدو نیټه : 2009-11-09

طوبی ندا ساپۍ _        

  شنه ګوته به سره کړو .


  لمر په راختو و. په شنو ونو کې د ناستو مرغيو چغارو کلا پر سر اخيستې وه. سيلم په چوتره کې پر ايښي کټ غځېدلی و . پر سر يې پشه خانه خپره وه. د  موبايل راډيو يې لګولې وه . راډيو کې د ټولټاکنو خبرې کېدې. مور يې لږ ليرې  ناسته وه. په مڼډاړو يې شړومبې شاربلې. هغې چې به هر ځلې د شړومبو له سره ځک ټولاوه يو ځل به يې زوی ته وکتل . غوښتل يې تازه کوچ ورکړي. سليم له څو مياشتو وروسته کور ته راغلى و . دى په ليلې کې و . مور يې لور ته ورغږ کړل :

 

 _ليلا وه ليلا څه شوې...

_ څه وايې مورې؟

_ هغه سپينه کڅوړه راوړه چې شړومې پکې واچوم.......

د ليلا په لاس کې له شړومبو ډکه کڅوړه وه. د سليم د کټ خواته يې پر ونه وځړوله. سليم ورغږ کړل:

 _ليلا  د رايو کارت دې اخيستی؟

ليلا په خندا شوه . خپل لانده لاسونه يې په شنه ټکري وچ کړل. ورو غوندې د خپل ورور د کټ پر ژۍ  کښيناسته . په خندا يې وويل:

 _ ښځې  پرېږده، سړو  هم کارت نه دى اخيستی.

 د ليلا خبره لا نه وه ختمه چې د کلا د دروازې درز شو،  ليلا په بېړه راپورته شوه :

لکه چې ابا مې دی . زه ځم چې د سباناري غم وخورم.

د سليم پلار د چوترې هغې غاړې ته پر غوړېدلي پلاستيکي فرش کښيناست ،  لونګۍ يې څنګ ته کېښوده، څادر يې پر پښو وغوړاوه، سليم وويل:

_ ابا يوه پوښتنه مې کوله.

_ څنګه پوښتنه؟

_ د کلي خلک څه وخت د رايو  اچولو ته ځې ؟ ما ويل ټول به په ګډه لاړ شو.

_ زويه په کلي کې هيڅوک خپله رايه نه اچوي.

_ ولې؟

_ په ټوله ولسوالۍ کې اعلان شوی،  د هر چا ګوته چې شنه وه ، هغوی به  يې ورسره کړي.

_ نه پلاره دومره ډار خو والله که ښه وي .

 

*    *    *

سليم په ولسوالۍ کې خپله رايه واچوله . په بازار کې يې لږه سودا واخيستله . د کلي په خوا روان شو. د موبايل يوه شميره يې ډايل کړه . سيستم سم کار نه کاوه .  لا هم په ټليفون اخته و چې د باغ د دېواله له سره دوه کسانو ټوپ کړل. يو يې ټيټ پنډ سړی و . بل يې لوړ، خو نری و. تورې پاج لونګۍ يې پر سر  وې . مخونه يې پټ وو. پنډ سړي کلشنکوف سليم ته مخامخ ونيوۀ . ورسره يې وويل :

_ د اوباما بچيه دلته به دې هيڅوک مرستې ته را نه شي . ښه به دا وي چې غږ دې ونه باسې کنه سوری سوری به دې کړم.

دوهم سړي سليم له مټه  ونيو،  په غوسه يې وويل :

_ ژر شه باغ ته واوړه!

 سليم غوښتل مقاومت وکړي . پنډ سړي د کلشنکوف پر قنداغ  پر سر وواهه . هغوی سليم  د انارو  باغ ته واړوه، د باغ په اخر سر کې د سپېدارو ونې ښکارېدې . د ونو لاندې دوه کسه نور ناست وو،  د هغوی مخونه هم پټ وو . يوازې سترګې يې ښکارېدې ، د يوه سړي په لاس کې اشکاره وه. د سليم رنګ  له وېرې ژېر اوښتی و، حلق يې وچ شوی و، دمه پکې نه وه . لومړنيو دوو کسانو د سيلم لاسونه کلک کړل . درېم يې  هغه ګوته چې د رايې اچونې پر مهال يې پر شنه رنګ رنګولې وه ، پر تېږه کېښودله . څلورم يې اشکاره پورته او د سليم پر ګوته يې راښکته کړه.