سېکه او مسلمانې ښځې آزادی په ټکري کې لټوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30446
ژباړه: عبدالحمید ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2009-11-10


لیکوال: جان ولف فولک
د دوی ټکریو د بېلابېلو رنګونو او بېلګو څرګندوی او د بېلابېلو عقیدو سمبولونه و. خو، دغه ۲۰-۲۵ تنه سېکھ او مسلمانې ښځې چې د شنبې په ورځ د فرې مانټ ټولنې په مرکز کې سره راغوڼډې شوې وې، پوهېدلې چې د دوی ټکریو او لونګیو په یوه هېواد کې په ډېرو نورو خلګو، چېرې چې د دوی باورونه او عقیدې په لږکیو کې راتلل د پام وړ اغېزه لرله. دوی ښځې اړ ایستلې چې توپير ولري او ځینې یې ګواښمنې وي.
سنډیپ کاور د یوه منځني ښوونځي سلاکاره ده او فرې مانټ ټولنه کې چې په سنټاکلارا کې د امریکایي-اسلامي اړیکو له شورا سره یې د شنبې د ورځې دغه ګډه غیر عادي غوڼډه د هغه تعصب د ځوابولو په منظور چې د دغو دواړو عقیدو ښځې، لکه د دې خپلې تورې لونګۍ په څېر د دودیزو مذهبي ټکریو او لونګیو په خاطر ورسره مخ دي جوړه کړې وه، د رضاکارې په حیث کار کوي. دې وویل چې، سږ کال د سپتمبر د ۱۱مې په شاوخوا کې، چا راته ټېلفون وکړ او زه یې ترهګره وبللم. په انځوریزه بڼه، موږ له بل هر چا څخه توپیر لرو.
د دغې غوڼډې جوړونکي وایې چې سیمه ییزو سکهانو او مسلمانانو تر دې وړاندې هېڅکله د تعصب او ځان غوښتنې په وړاندې د ګډو اندېښنو د ځوابولو په منظور داسې یوه غوڼډه چې د څو مذهبونو لارویان پکې ګډون وکړي نه وه جوړه کړې، خو دا پرېکړه وشوه چې داسې یوه غوڼډه جوړه شي ځکه دغه موضوع د یوې ورځنۍ اندېښنې په توګه زموږ تر مخ پرته ده. پداسې حال کې چې هغه څرګنده تربګنۍ د ۲۰۰۹ز کال د سپتمبر په ۱۱مه د مسلمانو ترهګرو د بریدونو وروسته په لڼډه موده کې اوچت شو اوس لږه شوې خو، داسې واړه واړه تعصبونه لا اوس هم شته.
هریس رام کاور چې یو حقوق پوه او د سکهانو د ایتلاف مدیر ده وایي چې ډېر پټ تعصبات شته.
د غوڼډې ګډون والو ویل چې دوی د ټکزاس د فورټ هوډ په پوځي اډانه کې د وروستۍ اونۍ له بې رحمه وژنو راپدېخوا د نورو سیمه ییزو پېښو څخه حال نلري.
په ټولنه کې له سېکھ او مسلمانو ښځو نه تمه کېږي چې خپل سرونه پټ کاندي. د سېکھ د مذهب پر بنسټ چې ریښه یې د هند ۱۶مې پېړۍ ته غځېږي، دواړه ښځې او نارینه خپل ويښان چې هېڅکله یې نه لنډوي، پټوي. په اسلام کې چې په ۷مې زېږدیزې پېړۍ په عربستان کې منځته راغی، ښځې د حیا او وقار د اصل پر بنسټ ټکري په سر کوي.
خو، په امریکا کې چې نصرانیان یې واکمن دي، په دواړو مسلمانو هېوادونو کې د جګړې پر مهال (؟)، ټکري ته تل پاملرنه نه کېږي. نورا مزنوي یوه مسلمانه حقوق پوهه وایي چې پدې وروستیو کې مې یوه قضیه تر لاس لاندې وه چې، د ویتنام په سکرامېنټو کې یوې ویتنامۍ مسلمانه مېرمن چې د دوو ماشومانو مور وه او د خیرښېګڼې یوې ادارې ته یې کار کاوه د ادارې لخوا ورته ویل شوي و چې د خپل پړوني (حجاب) او دندې په منځ کې باید یو یې غوره کړي، چې د تعصب په دغه قضیه کې بیا د خیرښېګڼې دغه اداره مردوده (ورشکسته) اعلان شوه.
که څه هم چې پورتنۍ غوڼډه د دواړو مذهبونو د ښځينه لارویانو په هکله چې ټکري په سر کوي وه، خو دوه نارینه سکهانو هم پکې ګډون کړئ و.
پروین سنګھ په سن جوس کې د کمپیوتر د پروګرامونو انجنیر، چې یوه شنه لونګۍ او شین تي شېرت کمیس یې چې پکې لیکلي و (زما لونګۍ) چې د لویوالي نښه ده په تن و، وایي چې دی د بېی Bay په ساحه کې له ډېرو ستونزو سره مخ نه شو، خو، د ختیځې آسیا په یوه هوایي ډګر کې چېرې چې سکهان پکې نه لیدل کېږي ځورول شوئ و. 
دی وایي چې کله کله داسې پېښ شي چې سړی اړ شي د نورو په وړاندې له خپلو حقونو څخه ننګه وکړي. 
ملکه خان د سن جوس اوسېدونکې وایي چې د کلینیک د لابراتوار د یوې کارپوهې په حیث دندې ته د ټکري د په سر کولو په سر ځورول شوې وه خو، کله چې دې د توکمیزو توپیرونو څخه شکایت وکړ نو ورڅخه بخښنه وغوښتل شوه.
آغلې خان غوڼډې ته په خبرو کې وویل (کله چې تاسې له خپلو حقونو څخه ننګه وکړئ نو پایله یې تر لاسه کوئ).


لېنک: http://www.mercurynews.com/bay-area-news/ci_13740134?source=rss&nclick_check=1