ډیموټیکس: هنروال مجبور شول چې غمجن ولس یوازې پریږدي
سرچینه : ډیموټیکس ډات کام
نیټه:د۲۰۰۹ کال د نومبر نهمه
لیکوال: حنان حبیبزی
هنروال دبې ثباتۍ له کبله اړ شوي چې د غمجن ولس له منځه وتښتي. له هغې وروسته چې تپل شوې جګړه قبایلي سیمو ته رسیدلې ده ،ډیر هنرونه او هنروال هم زیانمن شوي دي.
د ډیورنډ د کرښې په دواړو غاړو کې پوځي حالات په ډیریدونکي ډول د هنروالو او سندرغاړو کارونه له زیان سره مخامخ کړي دي.
د پښتنو قوي سیمه هغه چې په تاریخ کې د جنګیالیو په توګه شهرت لري خوډیری یې ان په دې بد وخت کې هم د خوږو شعرونو د زمزمه کولو او سندرو له اوریدو پرته نشي اوسیدلی .
داخو یو څو سندر غاړي دي چې له نوښته ډک مواد یې دې غمجن ولس ته خوښي راوړي هغه چې غواړي بد وخت ته د پای ټکی کیږدي.
هلته د موسیقۍ پر دودیزو ناستو پاستو بندیز دی او دغه بندیز دطالبانو له خوا په ځینې څرګندو سیمو کې لګیدلی دی.
دې تیري او بد حالت له استعداده ډک هنروال مجبور کړل چې خپل اوریدونکي پریږدي او ناڅرګندو ځایونو ته پنا یوسي.
یو قبایلي سندرغاړی ،۲۹ کلن زیک افریدی یو له هغو څیرو څخه دی چې د خپلو خوږو سندرو له لارې یې ځانته د جګړه ځپلي ولس په زړونو کې یو ځای پیدا کړی دی.
" دا ډیره سخته ده چې په شمال لویدیځ پاکستان کې هنري کارونه ترسره کړو". زیک په نهیلۍ سره وویل.
دا زښته ډیره نا امنه سیمه ده ځکه چې د جګړې دواړه غاړې ګڼ میشتې سیمې په نښه کوي.هیڅ ځای خوندي نه دی.دپاکستان حکومت کومه هڅه نه ده کړې چې چاپیریال د سیمه ییزو هنروالو لپاره خوندي کړي.
د زیک یو شمیر هم مسلکه هنروال یا د خپل مسلک پریښودو ته اړوتل او یا خوندي هیوادونو ته ولیږدل.
زیک وايي چې د طالبانو د جنګیالیو کنټرول په ډیریدونکي توګه خپریږي کوم چې د موسیقۍ او سینما پر کاروبار بد اغیز شیندي.
د موسیقۍ ځینې هټۍ او سینماوې په دې وروستیو کې پر بمونو والوزول شوې او ډیرې نورې یې تړلې دي.
هلته په سوات، کوهاټ،بنو،پاړاچنار،ملکنډ، میرانشا او هنګو کې یوه هم نشته.
زیک وايي" هلته د موسیقۍ اوریدل بد کار ګڼل کیږي."
داد نالوستو سیمه ییزو خلکو لپاره له نادودو ډک وخت دی چیرته چې د پوهنې سیسټم له هغه وخته کمزوری دی چې ځایي خلکو پر مځکه سترګې غوړولې دي.
د پاکستان پوځ د طالبانو په ځواکمن مرکز وزیرستان کې په یوه عملي جګړه کې ښکیل دی چې د طالبانو کنټرول له منځه یوسي.
سیمه ییز چارواکي دطالبانو پرجنګیاليو تورلګوي چې په مهمو ښارونو کې یې د تیرې میاشتې بمي بریدونه ترسره کړي دي.
داسې ادعا کیږي چې طالبان په دې ډول د وزیرستان د پوځي عملیاتو غچ اخلي.
خونړی هغه یې د تیرې میاشتې د پیښور بمي برید وو چې له سلو ډیر ملکي خلک یې ووژل.
ما هیڅکله د شمالي پاکستان په ځانګړي ډول د پیښور مخ دومره غملړلی او له وینو ډک نه وو لیدلی.
زه په دې ښکلي ښار کې کلونه پاتې شوی یم. زما یې ښې ورځې په زړه دي، خو اوسنیو بې ثباتیو ټوله سیمه پر یو اندیښمن ځای بدله کړې ده.
ګاونډی افغانستان هم داسې دی. ډیری هنروال یې په سیمو کې د امنیت د خرابوالي له کبله د هیواد له سوېل او ختیځ څخه پلازمینې کابل ته ولیږدل.
"زه اندیښمنه یم چې ډیریدونکی بد حالت به زموږ لپاره فضا ډیره خرابه کړي." د ټلویژون زړورې ستورې ۲۲ کلنې نجیبه فیض خپله ویره شریکه کړه.
نجیبه په دې زړوره ده چې د تلویزون یوه ډرامه اویو پروګرام وړاندې کوي.
هغې وویل :" زه ژمنه یم چې یو بدلون ووینم، هر څوک باید داصلي هنر چې زموږ بډای کولتور وړاندې کوي درناوی وکړي." .
د نجیبې کورنۍ هغه مهال پاکستان ته کډواله شوه چې روسانو پر افغانستان یرغل وکړ.
نوموړې په پاکستان کې رالویه شوه. دغه ځوانه ستورې د سټیج ډرامې اود ټلویزون پروګرامونه په داسې حال کې وړاندې کوي چې د ښځینه سندرغاړو په ضد ګواښونو د نورو ترمنځ لو یې اندیښنې خپرې کړي دي.
یوه ښځینه سندرغاړې ایمن اوداس ناڅرګندې وسله والې ډلې څو میاشتې وړاندې ووژله.
نجیبه وايي دزړه له کومي غواړي چې په اصلي هیواد کې یې کار وکړي خو هلته هیڅ ډاډ نشته چې ایا کار کولی شي کنه؟
هغې په افغانستان کې یو شمیر نورو هنروالو ته اشاره وکړه چې بهرنیو هیوادونو ته په تیښته دي.
نجیبې وویل :" په داسې شرایطو کې زه دا زړه نلرم چې خپل هیواد ته ستنه شم.".
دا یوازې طالبان نه دي چې هنروالو ته ګواښونه جوړوي. ځوانه بخت زمینه ددغسې تاوتریخوالي لومړنۍ قرباني وه.
په هغه وخت کې طالبان نه وو. هغه د ۱۹۸۰ کلونو په لومړیو کې اول وتښتول شوه اوبیا کابل ته څيرمه مړه وموندل شوه.
دا هغه وخت وو چې د روسانو د یرغل په وړاندې جګړه د هیواد ټولو برخو ته خپره شوې وه.
د بخت زمینې پر قتل لسیزې تیرې شوي دي خو دا لاهم څرګنده نه ده چې سندرغاړې چا ووژله.
نجیبه فیض وايي: " دداسې جګړې پر وخت لکه اوس چې ده تاسو خپل دښمن نشی پیژندلی ."
افغانان مینه لري چې سات تیرونکي سینمايي فلمونه وګوري او خوندوره موسیقي واوري خو په ټولنه کې محافظه کار دودونه نه پریږدي چې دغه کولتوري اړتیا پرمختګ وکړي.
جګړه او بي ثباتي نوې ننګونه ده چې هنر او د ساعت تیرۍ توکي ویجاړوي.
اوس هر سړی دا پوښتنه کوي ایا دلته به کله هم سوله راوګرځي؟ پای .