د وزن پورته کولو د نوي ذال د جوړلو چاري پېل شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30502

دخبریدو نیټه : 2009-11-12

میرویس جلالزی


تیره ورځ په کابل کې د وزن پورته کولو د فدارسیون لپاره د یوه مجهز ورزشي ذال د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

دغه سپورټي صالون به د څه د پاسه ۳۰۰ متر مربعه ځمکي په مساحت د المپیک د ملي کميتې له پرمختیایې  بودجې څخه په څه باندي څلور ملیونه افغانیو ودان کړای شي.

په دغه ذال کې به په یوه وخت کې ۶۰ تنه وزن پورته کونکي تمریمن کولای شي او په ورته وخت کې د ۶۰۰ نندارچیانو د ځایولو وړتیا هم لري.

د وزن پورته کولو د فدریشن یوه غړي رحمت الله وویل چې دمګړۍ د کابل شاوخوا ۲۵۰ تنه وزن برداران په یوه کوچني ذال کې چې د ملي المپیک په کميټه کې موجود دی خپل تمرینات پر مخ بیایې.