کندهار لومړنۍ دشطرنج انتخاباتي تورنمنټ پیل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30545
خالد هادي
دخبریدو نیټه : 2009-11-14

نن دشنبې په ورځ د کندهار ښار په کندهار کاپي شاپ کي په لومړي ځل د شطرنج انتخاباتي ټورنمنټ  د(فکري جنګ دبکس یامرمۍ تر جنګ افضل دئ )تر نامه لاندي په داسي حال کي پیل شو چيد لوبغاړو تد څنګ ئې په پیلیزه کي  د کندهار د سپورټ امر ، دهمدې ولایت دشطرنج د فدارسون مشر ،دولایتي شورا غړو ، تاجرانو او یو شمیر ژورنالیستانو پکښي برخه اخیستې وه .

دغه تورنمنټ چي لس ورځي به دوام کوي نن د کندهار د ورزشي امر احمدالله ګلالي،ملي سوداګر حاجي تورجان او دشطرنج د فدراسیون دمشر ښاغلي زلمي لخوا دپټۍ په پرۍ کولو پیل شو چي په پیلیزه کي د ورزشي امریت امر ښاغلي احمدالله ګلالي لخوا په کندهار کي په لومړي ځل ددغسي یو تورنمنټ جوړول وستایه  او دا کار ئې په کندهار کي د ځوانو استعدادونو په روزنه کي یو بریالئ ګام وباله چي په ترڅ کي به ئې د کندهار څخه د شطرنج د ملي ټیم لپاره ګټونکې ډله کابل ته د سیالیو لپاره چمتو شي .

دغه تورنمنټ چي د ارکوزیا افغان اعلاناتو شرکت په نوښت او  دکندهار کاپي شاپ ، عزیزي بانک ، انصاف الیکټرونک او تواضع شرکتونو په مالي کومک په لاره اچول شوی و ټول ټال ۳۰ تنه د شطرنج لوبغاړي به پکښي برخه اخلي او په دریو ګروپونو کي به لومړی ۹  بیا ۸ او وروسته ۶ لوبي کوي .

پاته دي نه وي چي د ارکوزیاافغان اعلاناتو شرکت په تیرو پنځو کالو کي د کندهار دځوانانولپاره په ورزشي برخه کي دپام وړ هلي ځلي کړي دي او تیر کال هم په کندهار کاپي شاپ کي دسنوکر انتخاباتي تورنمنټ د همدې شرکت لخوا په  لاره اچول شوی و . چي په پراخه کچه د کندهار ټولو سنوکر کلبونو پکښي برخه اخسیتې وه .