شپیګل: په آلماني وزیر برید د طالبانو ځواکمنتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30575

دخبریدو نیټه : 2009-11-16


شپیګل: په آلماني وزیر برید د طالبانو ځواکمنتیا


سرچینه: د آلمان شپیګل ورځپاڼه

آلماني ژباړه میرویس جلالزی

د آلمان د نن ورځي ډیرو چاپو شویو ورځپاڼو افغانستان ته د آلماني دفاع وزیر د سفر په اړه لیکني خپرې کړي دي.

په دې ورځپاڼو کې یوه هم پر تیراژه مشهوره ورځپاڼه ده شپیګل ده .

شپیګل په خپله ننۍ ګڼه کې د نورو ورځپاڼو د سرټکو خلاف هغه جمله په خپله سر لیکنه کې خپره کړي چې پکې په آلماني ژبه لیکل شوي، (( په آلماني وزیر برید د طالبانو ځواکمنتیا)).

ورځپاڼه د آلمان د دفاع وزارت له یو شمیر مقاماتو په حواله کاږي چې د آلمان د دفاع وزیر په چورلکو هغه مهال له ځمکي څخه بریدونه وشول چې کندز ولایت کې د ښکته کیدو په حال کې وه.

د آلمان دفاع وزیر د پنجشنبې  په ورځ افغانستان ته په یوه ناڅاپي  دوه ورځني سفر را را ورسید، له افغان دفاع وزیر، آلماني قوماندانانو او د ناټو له قوماندان سره یې وکتل.

شپیګل کاږي کله چې وزیر د دریو چورلکو په یوه هوايي قافله کې له کابل څخه کندز ته روان وو نو د کندز ولایت په مارمل آلماني کمپ کې د ښکته کیدو پر مهال هغه دری چورلکي تر پراګندو ډزو لاندي راغلي چې په یوه کې یې دفاع وزیر سپور وو.

ورځپاڼه کاږي چې په برید کې نه دفاع وزیر او نه هم بدرګه کونکو سرتیرو او پیلوټانو ته زیان ورسید.

شپیګل کاږي چې دغه برید ښیې چې په ریښتیا هم طالبان ډیر قوي شوي او اوس د یوې پوځي هډې له څنګ څخه په یوه وزیر باندي د برید جوګه دي.

ورځپاڼه توصیه کوي چې ډير سرتیري د امنیت راوستلو جوګه نه شي کیدای  پرته له دې چې د افغانستان لانجې هواري  ته یوه بله لاره نه وي موندل شوي.

شپیګل کاږي چې اقتصادي پروژې او په کندز کې اوزګارو کسانو ته چې  په خاصه توګه ډیری یې ځوانان دي باید د کار موکې برابري شي تر څو هغوي په هغو لیکو کې له یو ځای کیدو را ورګرځول شي چې د ناټو د حضور پر ضد د شکل ګیرۍ په حال کې دي.