واشنګټن پوست: د حامد کرزي مرکه، د امریکایانو غوصه
سرچینه واشنګټن پوست امریکایۍ ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د امریکې واشنګټن پوست ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي دي، د امریکې د حکومت چارواکي چې غواړي په افغانستان کې د دوي د ځواکونو په پاتې کیدو سره به دې ته اړ وي چې له حامد کرزي سره همکاري وکړي، سربیره پر دې، یو لوړ نوي مسایل د بي بي سي له ټلویزیوني چینل سره د حامد کرزي د وروستۍ مرکې څخه چې پکې ویل شوي، امریکا له افغانستان سره علاقمندي نه لري، او د دوي ځواکونه یواځي د امریکا حکومت موخو ته د رسیدو په مقصد په افغانستان کې شتون لري، سخت په قهر دي.
واشنګټن پوست ورځپاڼي د حامد کرزي څرګندوني چې د امریکا حکومتي چارواکي د غوصې سبب شوي دي داسي نقل کړي دي( لویدیځ یوازي د ترهګرۍ سره د مبارزې په مقصد دلته شتون لري نه د افغانستان په خاطر، د امریکا متحده ایالات د سپټمبر د میاشتې د یولسمې نیټې له پیښي وروسته افغانستان ته ځیر شول په داسي حال کې چې دغه هیواد له زیاتې مودې په دوزخ بدل شوی وو او هغه وخت هیچا زمونږ لپاره زحمت و نه ایست.
ورځپاڼه وړاندي لیکي ښایې د حامد کرزي دغه غصوه پارونکي شننه هماغه د بارک اوبهاما مرکه وي چې د سپټمبرر د میاشتې په شلمه نیټه یې د ان بي سي له شبکې سره د افغانستان د پالیسۍ د بیا کتنې له بهیر سره یو ځای کړي وه.
اوبهاما ویلي وو زه به یاد ځیړنه وکړم چې کوم کار هدف ته د رسیدو لپاره له مونږ سره مرسته کوي چې هماغه د هغو کسانو تعقیبول دي چې د سپټمبر د میاشتې په یوولسمه نیټه یې دری زره امریکایان ووژل او اوس هم زمونږ د وژنې پلانونه جوړوي.
اوبهاما په خپله دغه مرکه کې ویلي ووچې په افغانستان کې له خپلو قوماندانانو سره خبري کوي چې کوم کار کولای شي امریکا دغلته ژر تر ژره خپلو موخو ته ورسوي او له ګټو سره مرسته وکړی.
واشنګټن پوست لیکي چې د امریکا په اړه د حامد کرزي په وروستۍ مرکه کې د هغه د خبرو زیاتره برخي ډیري ترخې خو ریښتیا دي او دغه شان څرګندوني د ده او د واشنګټن تر منځ د ستونزو د پیدا کولو لامل ګرځيدلي دي.