دتقلید شرعی حیثیت (دوهمه برخه)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3060
مولوی عبدالحق منصور
دخبریدو نیټه : 2005-06-13

 مشهورحنفي عالم علامه عبدالغنی نابلسی رحمه الله فرمایی :
 (هغه اتفاقی مسائل چی په دین کی یی حکم څرګندوی پدی کی دهیڅ امام تقلیدته اړتیانشته لکه لمونځ ،روژه،زکوة ،اوداسی نور وفرضیت اودکوموچی حرمت څرګندوی لکه غلا،زنا،لواطت ،اوداسی نور اصل تقلید په هغه مسایلو کی دی چی اختلاف پکې وي .)
 علامه خطیب بغدادی رحمه الله فرمایی :
 دشریعت احکام دوه ډوله دي چی جزیت یی په دین کی بداهتاثابت وی لکه پنځه لمونځونه روژه اوداسی نور اوهمدغه راز دشرابو اوزنا حرمت نوپداسی احکاموکی دچاتقلید ندی شرط ځکه پداسی خبرو هرڅوک پوهیږی .اودوهم قسم احکام هغه دی چی دعلم اواستدلال نه غیر پرې څوک نه پوهیږي کله دعباداتو معاملاتو فروعی مسئلی پداسی خبروکی تقلید ته اړتیا ده ځکه الله ﷻ فرمایی:
 (فَاسئَلُوآ اَهْلَ الذّکْرِ اِنْ کُنْتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ)
 ژباړه : که تاسې نه پوهیږئ دعلم خاوندانوڅخه پوښتنه وکړئ .
 پورته دعلماءکرامو داقوالو څخه څرګنده شوه چی دکوم امام تقلیدد ی ته نه وایی چی همغه اطاعت په هرڅه کی لازم وبولی.یاورته دشریعت جوړونکی مرتبه ورکړی اوهره خبره منل یی واجب وبولی بلکی مقصدیی دادی چی اصلی اطاعت دقرآن اوحدیث مقصود دی دعلماو تقلید ځکه کووچی هغوۍ ددی دین شارحین دی همداوجه ده چی په قطعی احکاموکی دهیڅ امام اطاعت لازم نه بولو .
 اوس که دانصاف په نظروکتل شی نودې کی کومه داسی خبره د ه چی ګناه یاشرک ورته ووایو که څوک امام یامجتهد پخپله واجب الاطاعت اوشارع یی ګڼی یقیناداسلام ددایری څخه خارج دی مګر هغه ته ددین شارح ویل اودهغه په شرحه یقین کول کومه دعیب خبره ده .
 ددی مثال داسی واخلۍچی : دهرهیواد قانون به کتابی شکل تدوین اوچاپ شوی دی لیکن په هغه هیوادکی به څومره کسان وي چی ددې قانون مطالعه کولوسره یی په مفهوم پوه شی ؟غیر دهغه کسانو څخه چی دقانون علم یی نه وی حاصل کړی ، یوڅوک دخپل اعلی تعلیم سره داجرأت نشی کولی چی دقانون دکومی مادی لپاره دقانون کتاب وګوري اوعمل پری وکړي مګر داکس به دخپلی مسئلی دحل لپاره کوم ماروکیل ګوری ایا دی کس وکیل ته قانون جوړنکی ووایه اوکه صرف په قانون کی یی دهغه په شرحه اعتماد وکړ ؟
 همدغه معامله دقرآن اوحدیث په شرحه کی هم ده دقآن اوحدیث په شرحه کې امامانوته رجوع کول تقلید بلل کیږی .
 قرآن کریم اوتقلید:
 دتقلید کوم صورت چی پورته زکرشو اصلی لارښونه یی په قرآن کریم کی موجوده ده :-
 (۱)يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ(سورة نساء ۵۹)
 ژباړه : ای دایمان خاوندانو دالله اطاعت کوئ اودرسول ﷺ اطاعت کوئ اوپه تاسوکې د(اولوالامر) اطاعت کوئ .
 حضرت عبدالله ابن عباس اوجابر بن عبدالله رضی الله عنهمافرمایی چی داولوالامر نه مراد فقهاءکرام دی (تفسیر ابن جریر ج۵ ص ۸۸)
 اوامام ابوبکر جصاص فرمایی امامان او حاکمان دواړه تری مراد دي په دینی معاملوکی به دعلماؤاوفقهاؤاطاعت کوی اوپه سیاسی معاملاتو کی به دشرعی حاکم اطاعت کوی . علامه ابن قیم رحمه الله فرمایی دحاکمانو اطاعت هم بالاخره دعلماؤ اطاعت دی ځکه هغوۍ به هم په شرعی مسائلو کی دعلماؤ اطاعت کوي .
 (۲)وَإِذَا جَاءهُمْ أَمْرٌ مِّنَ الأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُواْ بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُوْلِي الأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنبِطُونَهُ مِنْهُمْ(نساء۸۳)
 ژباړه : اوکله چی دی عوامو ته دامن یاخوف خبره ورسیږی خپروي یی اوکه دوۍ وررسولی وای داخبر رسول الله ﷺ ته اواولوالامرته نوپه دوۍ کی چی څوک زیات داستنباط اهل دي ددی حقیقت به یی ښه معلوم کړی وو.
 پورته ایات کریمه اګرچی دیوی خاصی موقع سره تړاولری لیکن څنګه چی داصول تفسیر اواصول فقی مشهوره قاعده ده چی داحکامو استنباط لپاره دایات شان نزول دخاص حالاتو پرځای دایات عمومی الفاظوته اعتباردی نو دایت دعمومی الفاظو څخه څرګنده شوه چی څوک دتحقیق اومسائلو داستنباطتوان نه لری باید داستنباط اهل علماؤته مراجعه وکړي .
 نوربیا