ګارډین: که ناټو ووزي افغانستان سقوط کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30696

دخبریدو نیټه : 2009-11-22


ګارډین: که ناټو ووزي  افغانستان سقوط کوي

سرچینه: ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼه


ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

 

د ګارډین بریټانوۍ ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه د بریټانیې د باندنیو چارو وزیر دیویډ میلبند څرګندوني خپري کړي دي.

میلبنډ ګارډین ته ویلي چې که چیرته بهرني سرتیري له افغانستان څه ووزي دغه هیواد به په څو محدودو دقیقو او یا هم ساعتونو کې د طالبانو لاس ته ولویږي او د حامد کرزي واکمني به محوه شي.

میلبنډ وویل: (( که چیرته د ناټو ځواکونه افغانستان څخه ووزي افغان حکومت به سقوط وکړي، وخت مهم نه ده یا به پینځه دقیقې، یا ۲۴ ساعته او یا هم یوه اونۍ)).

میلبنډ ګارډين ته ویلي چې طالبان به د کرزي د حکومت له نسکوریدو سره سم هر څه په خپل لاس کې واخلي
او د افغانستان حالت به یو ځل بیا د طالبانو د واکمنۍ په څير شي.

ګارډین لیکي چې په افغانستان کې د بریټانیې شاوخوا ۱۲۵ سرتیري په تیرو څو کلونو کې وژل شوي دي او دمګړۍ د بریټانیا ډیری خلک له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو  غوښتنه کوي.

په ورته وخت کې د بریټانیې لومړي وزیر ګورډن براوان بیا ګارډین ته ویلي چې مونږ باید بریټانویان په دې وپوهوو چې  په افغانستان کې جګړه زمونږ په ګټه ده او که په تاوان.

هغه وویل چې مونږ افغانستان ته د تروریزم د ځپلو لپاره تللي یو.

د بریټانیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان ولسمشر حامد کرزي د تحلیف په مراسمو کې برخه درلوده.

هغه په کابل کې دتحلیف د مراسمو وروسته وویل، په افغانستان کې د بریټانوي سرتیرو حضور تر هغه پوري اړین دی تر څو کورني ځواکونه په خپلو پښو ودریږي، زمونږ هدف روښانه دهی، مهلت ته اړتیا ده او پرمختګ حتمي دی.

میلبنډ ګارډين ته ویلي چې په افغانستان کې بریالي توب ته رسیدل اسان کار نه دی خو زمونږ موخه واضح او روښانه ده .