افغانستان چین په ګونډو کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30713

دخبریدو نیټه : 2009-11-22

میرویس جلالزی

افغان کرکیټ بازانو د یکشنبې په ورځ د عربي  متحده اماراتو په دوبۍ کې  د چین لوبډلې ته په ۹ ویکټونو ماتې ورکړه.

د مهال ویش له مخې په ټاکل شویو شلو هاورنو  کې د چین لوبغاړو ۳۵منډې جوړي کړي  او ټول لوبغاړي یې وسوځیدل.

حمید حسن ۴ لوبغاړي وسوځول، شاپورځدراڼ او محمدنبي عیسی خیل دوه دوه لوبغاړې وسوځول، کریم صادق او سمیع شینواري هم یو یو ویکټ واخیست.

د افغان کرکیټ بورد یوه غړي ریس احمدزي په دوبۍ کې د بینوا ویب پاڼي همکار ته وویل چې صبا د دوشنبې په ورځ به له سینګاپور سره ډګر ته وزي.