غربي ځواکونو په افغانستان کي درانه اړولي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30808
ډاکټر عبدالباري
دخبریدو نیټه : 2009-11-25

لويديځ نظامي قطعات به لا ډير وخت په افغانستان کي پاته سي. د يوې څيړني له مخي د افغانستان اردو تر اوسه ددې وس نلري چي په هيواد کي امنيتي  وضعه کنټرول کړلاي سي.

منبع: د جرمني د sueddeutsche.de  د ٢٥،١١،٢٠٠٩نيټې خپرونه
د پيتر بليش شميت ليکنه

 
د يو څو ډالرو په خاطر... افغاني سرتيرو ته معاش
په قوي سعر (ډالر) ورکول کيږي.

 

د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبري په "ناببره توگه" را مينځ ته کيږي. د جرمني د دفاع وزير کارل تيودور گوتينبرګ، دبهرنيو چارو وزير  گويدو ويسترولې او د ناټو عمومي منشي اندرياس فوګ راسموسن په يوه سلا ويلي دي چي د راتلونکو څلورو کلنو په موده کي به حد اقل  د افغانستان څخه د نړيوالي ټولني د وتلو امکانات برابريږي.  ددې خبرو انگېزه روښانه ده، دوي غواړي چي ددې  يادوني سره په يوه غشي دوه هدفه وولي. يعني غواړي چي د يوې خوا پر جمهور رئيس کرزي باندي فشار زيات کړي چي د خپل هيواد په وړاندي نور زيات مسؤليت پر غاړه واخلي، او د بلي خوا هم په غربي هيوادونو کي د اولسونو د ورځ په ورځ   زياتېدونکو ناراضيواو مخالفتونو په وړاندي ځانته د اوړو پزه جوړه کړي.

هغونه چي دا خبره سمه او پر ځاي گڼل کيږي، چي پسله اتو کلونونظامي حضور څخه بالاخره پر داسي شى کار وسي چي سړى يې نتيجه وليدلاي سي، په هغه اندازه د دې کسانو حرافۍ او لفاظۍ بې بنسټه او د واقعيتونو څخه ليري دي.

غربي متحدين په دې هکله په يوه نظر دي چي" مستقلانه دفاع" يوازي هغه وخت امکان لري ، چي په افغانستان کي اردو او پوليس  دنظم او امنيت پر ټينگولو قادر سي. خو په افغانستان کي امنيتي ځواکونه فعلاً ددې خبري څخه ډير ليري دي. دغه مطلب پر نورو څيړنو سربيره د جرمني د پوهني او سياست معتبري مؤسسې په خپله يوه ورستۍڅيړنه کي ښه سپوڼلئ دئ. په دې څيړنه کي ويل سويدي چي د افغان ملي اردو د بيا جوړولو خبره لا تر اوسه د " برياليتوب داستان"  نسي بلل کيدلاي. که څه هم په نسبي توگه يو څه برياوي د يادولو وړ دي. مثلاً د ٢٠٠٧ کال راهيسي د روزل سوي سرتيرو شمير درې چنده سويدئ يعني اوس (ا م ا) ٩٤٠٠٠ سرتيري لري. دغه شمير به د پلان سره سم په ٢٠١١ کال کي ١٣٤٠٠٠ تنو ته ورسيږي. همدارنگه  په اردو کي د غير قانوني غيابت شمير چي په ٢٠٠٦ کال کي ٣٣ فيصده وو، په ٢٠٠٩ کال کي ٩ فيصده ته را ټيټ سويدئ.

سره ددې هم دولت تر اوسه په هيواد کي د قدرت د انحصار څخه ډيرليري دئ.د دولت او دولتي مؤسساتوپرځاي  و منفردو اشخاصو ته وفاداري او ټبر پالنه خپل اوج ته رسېدلې ده.  په کار خو دا وه چي د ملي امنيتي ځواکونو د حاکميت په خاطر د محلي جنگسالارانو او ټبرسالارانو مليشې منحل سوي واى. په اردو کي هم بايد د مسؤليت احساس تقويه سوى واي. ويل کيږي چي په ملي اردو کي په لوي لاس وسلې او مهمات تخريب او د کاره اچول کيږي يا داچي په تور بازار کي لاس پر لاس کيږي.

هغه بدگمانۍ چي په دې څيړنه کي ذکر سويدي د جرمني ځواکونو لوړ رتبه افسرانوهم تائيدکړيدي. که څه هم يولړ افسران په دې نظر دي چي په شمالي سيمو کي، يعني په هغه ولسواليو کي چي د جرمني اردو پرته ده، دفاعي واک و افغاني ځواکونو ته وروسپارل سي، خو يو لړ افسران وايي چي تر څو په مجاورو ولسواليو کي ناامني او تشدد وي ، دا کار به مو څه گټه ونلري.

په دې څيړنه کي دا هم راغلي دي چي (ا. م. ا.) پرسمه اما خورا د زحمت پرلار روانه ده. هغه رڼا چي د ناټو عمومي منشي راسموسن يې د ټونل په پاي کي ويني ، هغه يې دخپلو روزنکو د جيبي څراغونو رڼا ده.

د ژباړي پاي.

ژباړونکئ د موقع څخه په استفاده درنو لوستونکو،د ويبپاڼي قدرمنو چلونکو او قلمي همکارانو ته د سلامونو او احتراماتو تر وړاندي کولو وروسته د لوى اختر په مناسبت مبارکي وايي او ستاسي سره يو ځاي د هيواد د کاملي آزادۍ او د ملت د سوکالۍ دپاره د دعا لاس پورته کوي .


کندهار