ټایمز: افغانستان کې د شوروي او غرب د ماموریت توپیر
منبع: د لندن ټایمز ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د لندن ټایمز ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د غربي ځواکونو ښکیلتیا په دغه هیواد کې د پخواني شوروي ځواکونو له ښکیلتوب سره پرتله کړي ده.
ورځپاڼي په افغانستان کې د روسیې د پخواني سفیر ضمیر کابلوف هغه څرګندوني را اخیستي چې په کابل کې یې د یوې غونډي پرمهال غربي استازو ته په ټکو کې ویلي چې لویدیځ اوس په افغانستان کې د پخواني شوروي تیروتني تکراروي او دا ماموریت شاید وبایلي.
کابلوف ویلي چې غرب اوس په افغانستان کې هغه تیروتني تکراروي چې پخواني شوروي د اتیایمې لسیزي پرمهال د افغانستان د اشغال پر وخت تکرار کړي وي چې انجام یې د پخواني شوروي ټوکټوکیدل وو.
کابلوف ټایمز ورځپاڼي ته ویلي چې د اوبهاما هغه پریکړه چې د راتلونکي سې شنبې په ورځ به افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو پریکړه کوي د افغانستان اوسنۍ ستونزه هواره نکړي بلکې ستونزي به لا هم ډیري کړي.
ټایمز لیکي پخواني شوروي په افغانستان کې لس کاله تیرکړل او غرب او امریکې اوس په مټ کې په افغانستان کې اته کاله تیرکړي او ولسونه یې نور د افغانستان د جګړې حوصله نه لري بلکې له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د وتلو غوښتونکي دي.
ورځپاڼه په افغانستان کې د شوروي او غرب د ځواکونو د ماموریت تر منځ ستر توپير په ګوتو کوي او کاږي چې شوروي ځواکونه افغانستان ته داشغال او په دغه هیواد کې د کمونیستي مفکورې د پراخولو لپاره راغلي ول او غوښتل یې چې افغانسان د شوروي د جمهوریتونو یوه برخه وګرځوي خو غربیان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړې سره سم د افغانانو د ژغورلو لپاره افغانستان ته راغلي دي.
ټایمز لیکي چې نړیوالي ټولني پر افغانستان د شوروي یرغل غندلی وو خو د غرب او امریکې د ماموریت ملاتړ کوي.
د ورځپاڼي په لیکنه چې پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل پرمهال د دغه هیواد په ګوډ ګوډ کې د روسي ځواکونو پر وړاندي مخالفتونه او جنګونه روان ول خو اوس یوازي د افغانستان په جنوب کې چې ډیري اوسیدونکي یې پښتانه دي جګړه روانه ده .