واشنګټن پوست: افغانستان کې د اوبهاما مهال ویش

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30872

دخبریدو نیټه : 2009-12-01

سرچینه: واشنګټن پوست

ژباړه او  ترتیب: نتکۍ

د  امریکا واشنګټن پوست ورځپاڼي په  خپله  تازه ګڼه کې د افغانستان د جګړې په اړه د بارک اوبهاما د نوي ستراتیژۍ پرمهال د یوه نوي مهال ویش د اعلام خبر خپور کړ.

  واشنګټن پوست د سپینې ماڼۍ له  یوه عالي رتبه چارواکي څخه په نکلل لیکلي دي چې جمهور رییس اوباما به د افغانستان د جګړې د ختمولو لپاره یو مهال ویش جوړ کړي.

 تمه کیږي چې هغه به دا اعلان  ته د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان پر وخت یعني د سې شنبې په ورځ  وکړي.

د نیویارک ټایمز، ورځپاڼې د جمهور رییس اوباما د حکومت د یو شمیر لوړرتبه چارواکو له خولې لیکلي دي چې ښاغلی اوباما به د پخوا په پرتله دا ځل په افغانستان کې د خپلو اهدافو او وخت په اړه په واضح ډول خبرې وکړي.

تمه کیږي چې جمهور رییس اوباما به خپله هغه پریکړه اعلان کړي  چې افغانستان ته به نور 30 زره امریکایي عسکر ولیږي تر څو په هغه هیواد کې د افراطي ډلو سره جګړه وکړي.

چارواکو همدارنګه ورځپاڼې ته ویلي دي چې جمهور رییس اوباما به د هغه پلان  په اړه هم خبرې وکړي چې څنګه د افغانستان د جګړې مسولیت پخپله افغان حکومت ته وسپاري.

دغو چارواکو د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راوتلو په اړه د جمهور رییس اوباما د پلان په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو راوتل به د عراق نه د عسکرو د راوتو په شان په ټینګه توګه نه وي.


د امریکا په سنا کې جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو ویلي دي چې هغوي به په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د زیاتوالي ملاتړ وکړي خو د سنا یو شمیر نور غړي بیا د هغه هیواد نه د عسکرو د راوتلو د ستراتیژۍ او د افغانستان د حکومت لپاره د معیارونو د ټاکلو په اړه یو څه اندیښنه لري.

جمهور غوښتونکی سناتور جان کایل پرون د یکشنې په ورځ وویل چې هغه د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د راوتلو د ستراتیژۍ پر سر د بحث کولو ملاتړ نکوي. هغه وایي چې دا کار به په سیمه کې خلکو ته غلط پیغام ورکړي.