د سرتېرو د زیاتولو پرېکړه افغانانو ته بابېزه خبره ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30922
ژباړه عبدالحمید ستانکزی
دخبریدو نیټه : 2009-12-02

په افغانستان کې د اوباما د سرتېرو د زیاتولو پرېکړه افغانانو ته بابېزه خبره ده
لیکوال: سید صلاح الدین
کابل-رویټرز- افغانستان لپاره یواځې ۳۰ زره عسکر؟ که چېرې ټوله امریکا هم راولي، و به نشي کړای چې افغانستان ته ټیکاو راولي. عصمت الله چې د کابل ښار په یوې څڼډې کې د ودانیزو کارونو کاریګر دی دا پوښتنه په ډېرې بې اعتنایي وکړه او زیاته یې کړه چې یوازې افغانان زموږ په دودونو، جغرافیې او د ژوند په چارو بلد دي.
څرګندېږي چې افغان جګړې ته د اوباما د سرتېرو د زیاتوالي د پرېکړې اعلان په افغان پلازمېنه کې چېرې چې ډېرو لږو کسانو د ده سهارنۍ وینا د تلویزیون له لارې لیدله په هېچا اغېزه نده کړې او ډېر لږ کسان فکر کوي چې د سرتېرو زیاتوالۍ به کومه مرسته وکړي.
اوباما وویل چې د ده هدف دا دی چې القاعده په افغانستان کې ماته او ټوټه ټوټه کړي او د طالبانو زیاتېدونکی ځواک په شا وتمبوي. دغه شمېره اضافي امریکایي عسکر او لږ تر لږه ۵۰۰۰ له نورو ناټو غړو هېوادونه څخه چې تمه ده له هغو ۱۱۰۰۰۰ لوېدیځو ځواکونو سره یو ځای شي چې اوس اوس پدغه هېواد کې مېشت دي، هڅه به وکړي څو د اسلامي بنسټ پالو وروستي پرمختګونه چې په ۲۰۰۱ز کې له واکه غورځولو وروسته یې لاسته راوړي دي شنډ کړي.
۲۵ کلن احمد فواد چې هټۍ لري پدې اند دی چې د سرتېرو زیاتوالۍ به اغېزمن ګام نه وی. دی وایي چې دغه ځواکونه به په ګڼ مېشتو سیمو کې ځای پر ځای شي چې طالبان به هلته نفوذ وکړي او دوی به تر بریدونو لاندې راولي. ده زیاته کړه چې د بهرنیو سرتېرو د زیاتوالي پر ځای اړینه خو دا وه چې د افغان ځواکونو په سمبالولو یې تمرکز کړئ وای چې دا یوه ارزانه او آسانه لاره وه.
ډېرو خلګو ته د سرتېرو زیاتوالۍ د ډېرو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په مانا ده.
احمد شاه احمدزی پخوانی لومړی وزیر وایې، چې ډېر سرتېري طالبانو ته د ډېرو موخو په مانا ده او کله چې په دوی برید کېږي نو سرتېري جګړه کوي او دا خو ښکاره خبره ده چې جګړه ملګي مرګ ژوبله له ځانه سره لري. د ملکي وګړو مرګ ژوبله به د امریکې حیثیت ته یو بل ګزار وي چې د افغانانو په منځ کې به د نورې غوصې لامل شي.
کومه تازه خبره نده
د سهار په وروستیو ساعتونو کې افغان حکومت اړ و چې د اوباما د اعلان په وړاندې خپل رسمي غبرګون څرګند کړي. ولسمشر حامد کرزي چې پخوا یې د سرتېرو د زیاتوالي ننګه کوله خو تر څنګ یې غواړي چې افغان ځواکونه د پنځو کلونو په ترڅ کې امنیتي چارې په غاړه واخلي.
که څه هم اوباما افغانانو ته په یوه ځغرده ویانا کې وویل چې امریکه د دوی د هېواد نیولو ته لېواله نده، خو شکریه بارکزۍ وایي چې د اوباما په وینا خواشینې شوه ځکه چې په وینا کې د ملکي مرستې هېڅ یادونه ونه شوه. آغلې بارکزۍ له خپله کوره رویټرز ته وویل چې دا د امریکې ډېره ښه وینا وه خو لکه څرنګه چې په افغانستان کې تر ستراتېژۍ پورې ده پکې کوم نوی څه نه و او خواشینوونکې وه. ما ته داسې ښکاري چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې له واقعیتونو او عینیتونو ډېر لرې دی، د ده ستراتېژۍ یواځې تر ژبې ده او په ملکي چارو، ملت جوړونې، ډیموکراسۍ او د بشر په حقونو تمرکز نلري.
نور افغانان چې د لسیزو جګړو په ترڅ کې سخت زړي شوي او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جګړو ته له احتیاطه ډک دریز لري، د امریکې هدفونو ته د شک په سترګه ګوري.
احسان الله چې په کابل کې صرافي کوي هک پک دی چې څرنګه امریکایانو په عراق کې صدام حسین وموند خو د اسامه بن لادن او د طالبانو مشر ملا محمد عمر پته یې چې په ۲۰۰۱ز کې افغانستان ته د امریکایي سرتېرو په راتګ وتښتېدل لا نده موندلې.
دی وایي چې دا امریکا لخوا د افغانستان د لا ښکېلاک کولو یوه برخه ده. امریکا د امنیت د نشتوالي په پلمه غواړي دلته نور سرتېري راولېږي.
   
http://news.yahoo.com/s/nm/20091202/wl_nm/us_afghanistan_usa_reaction